نړۍ

د یمن په اړه د ټرمپ څرګندونو سعودي حکومت حیران کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکې ولسمشر تېره شپه د قدس شریف په اړه د خپلې پریکړې د اعلان سمدستي وروسته د یمن په اړه څرګندونې وکړې چې له امله یې د عربي رسنیو په وینا سعودي حکومتي چارواکي هم حیران او پرېشانه شوه.

تېره شپه سپينې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې ټرمپ د سعودي هیواد څخه غواړي چې ژر تر ژره د یمن څخه کلابندي پورته کړي او دغه هیواد ته د اساسي موادو داخلېدو ته اجازه ورکړي.

په خبرپاڼه کې د ټرامپ له قوله ویل شوي: ما په خپله اداره کې چارواکو ته امر وکړ تر څو د سعودي هیواد د چارواکو سره اړیکه ونیسي او د هغوی څخه وغواړي تر څو د یمن ولس ته غذا، دوا، اوبه او د سوند توکې ورسیږي، ځکه چې هلته اړتیا ورځ په ورځ زیاتیږي.

نوموړي ویلي چې دا کار باید عاجل وشي ځکه چې انساني حاجت په زیاتېدو دی.

سعودي چې په سیمه کې د امریکا تر ټولو قوي ایتلافي هیواد بلل کیږي، په دې وروستیو کې د ټرمپ سره په سلګونو ملیارده ډالره تړونونه وکړل او تمه یې لرله چې اقلا په یمن کې به یې ملاتړ وکړي ، خو له هغه وروسته چې ټرمپ د فلسطین قدس شریف ښار د اسرائیل په نوم کړ، سعودي ته یې هم سرې سترګې ور ښکاره کړې.

د کتونکو په باور ټرمپ اوس هم ډیرې داسي ورقې په لاس کې لري چې له مخې يې د سعودي پر حکومت فشار واردولای شي او د فلسطین او قدس په اړه یې د توند غبرګون ښودلو څخه را ګرځولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل ساحل

ټول هغه چې سرونه یې دخدای جل جلاله په ځای ټرمپ ته ټیټ کړي وي ، ټرمپ به یې همداسي لکه تشناب کاغذ غوندي استعمالوي او بیایې پریږدي ،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x