شهزاد محمدي به راروان کال نړیوالو لوبو ته راوګرځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې په افغان ویکټ ساتونکي او توپ وهونکي محمد شهزاد محمدي لګیدلی بندیز به راروان ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۱۷مه نیټه پای ته ورسیږي.

شهزاد محمدي د دغې شورا له قوانینو څخه د سرغړاوي او منع شوو درملو د استعمال له امله د ۱۲ میاشتو لپاره د کرېکټ له هر اړوند فعالیت منع دی، د بندیز دغه موده د ۲۰۱۷ کال د جنوری میاشتې له ۱۷ مې نېټې پیل شوې، په هغه وخت کې چې د شهزاد محمدي معاینات شوي و، دا ښيي چې هغه منع کړل شوي درمل کارولي، دغه نیټه به د ۲۰۱۸ کال د جنوري تر ۱۶مې نېټې پورې دوام کوي؛ نو له همدې امله شهزاد کولی شي، چې د ۲۰۱۸ کال د جنوري د میاشتې په ۱۷مه نېټه بېرته کرکټ ته را وګرځي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل وویل: موږ ډېر خوښ یو چې شهزاد محمدي به راتلونکي کال بېرته کرکټ ته راستون شي، هغه په نړیواله کچه د خپل استعداد او په زړه پورې کرکټ له امله ډېر مینه وال لري.

نوموړي زیاته کړه همدا راز دغه کار د کرېکټ نورو لوبغاړو ته هم یو خبر داری دی، ترڅو پوه شي چې د منع شوو درملو کارول جدي پایلې لري، د افغانستان کرېکټ بورډ به د کرېکټ له نړيوالې شورا سره یو ځای دا یقیني کړي، چې لوبغاړي د کرېکټ د منع شوو درملو د کارولو په اړه د کرېکټ نړیوالې شورا د سختې او تحمل نه لرونکې پالیسۍ په اړه پوره پوهاوی تر لاسه کړي، ترڅو په راتلونکي کې د ورته قضیو مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ او د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په ګډه عربي متحده اماراتو کې افغان لوبغاړو ته د منع شوو درملو او هغه د نه کارولو په اړه د یو ورځیني ورکشاپ په ترڅ کې معلومات ورکړل شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د