fbpx

مقدس جومات…

ثاقب خپلواک

خو رسي تر اقصی به یې ، بیا زیرې د بریاوو
سرخېل د دې لښکر به ، بیا مهدي وي د غزاوو

په غیږ کې د القدس به امامت د سپېن امام وي
بیا اخلي انتقام به یې، د غرب له کلیساوو

پر ښکلې پاکه خاوره بې،د مینې لمونځ ادا کړي
له دنګو منارو بې اذان ، رسي تر بیدیاوو

د تورو تیارو دغه !! کبرجن غرور به رام کړي
را اوري به د نور وړانګې د تورو له بريښناوو

سپېن راز به د بري ښکارې،ویرجن به تور ماښام وي
مهار به بدرنګۍ کړي ، بیا به راج وي د ښکلاوو

ثاقبه !! بیا د طور په څېر انوار به پرې را اوري
وي دغه ! مقدس جومات به زیرمه د رڼاوو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د