مساجدو ته د وختي ورتګ غوره والى

masjidمساجدو ته د وختي ورتللو په فضېلت کي زیات نصوص راغلي دي همداراز په شرعي نصوصو کي هغه څوک زیات ستایل شوي او دډېر اجر اوثواب مستحق ګڼل شوي دي څوک چي مساجدو ته بې تکلفه او ګړندي ځي ، همدغه نصوص مسلمانان دېته تشویق کوي چي کله د مسجد له منارې څخه داذان کوونکي (حي علی الصلاة او حي علی الفلاح) د الله تعالی کورته دبلني خبرتیا واوري په ډېره خوشالي سره نور ټول مصروفیتونه شاته کړي او مسجد ته دتللواو له الله تعالي سره د مناجات كولوتیاري پیل کړي .

که یو څوک په غورسره دمسجد فضیلتونه وګوري وبه ویني چي الله تعالی په خپلو هغوبندګانو څومره مهربان او دپراخ رحمت څښتن دی څوک چي دالله تعالي دې دعوت ته لبیک او هرکلی وايي او په بېړه ورپاڅېږي مونږ به په دې بحث کي مساجدو ته دورتګ په هکله فضیلتونه او هغوی ته د ورتګ ګټي په نښه کړو الله تعالی د وکړي چي لوستونکي ورڅخه ګټه واخلي .
(۱) له مسجد سره مینه لرونکی مسلمان یو له هغو نېکمرغو انسانانو څخه دی چي د قیامت په ورځ به دالله تعالی درحمت په سیوري کي وي په هغه ورځ چي تودوخي به نهايي لوړي نقطې ته ختلي وي ، داکس به هغه څوک وي چي له مسجد سره يي مینه او محبت وي او زړه يي په مسجد پوري نښتی وي کله چي یو فرض لمونځ په مسجد کي په جماعت سره ادا کړي دبل لمانځه انتظار کوي چي په جماعت سره يي وکړي او ترهرچا له مخه مسجد ته ځان رسوي په حدیث شریف کي راغلي دي :
عن أبي هريرة قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول سبعة يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله إمام عادل وشاب نشأ في عبادة الله عز وجل ورجل قلبه معلق بالمساجد ورجلان تحابا في الله اجتمعا على ذلك وتفرقا عليه ورجل دعته امرأة ذات منصب وجمال فقال إني أخاف الله ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه ورجل ذكر الله خاليا ففاضت عيناه (بخاري ومسلم والنسائي)
ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل: اُوه کسان دي چي الله تعالی به يي په هغه ورځ د خپل رحمت په سیوري کي وساتي په کومه ورځ چي به د هغه له سیوري څخه پرته بل سیوری نه وي : عدل كوونكى واکمن (پادشاه) او هغه ځوان چي د الله تعالی په عبادت او بندګي کي لوی شوی وي او هغه سړی چي زړه یي په مسجدونو پوري ځوړند وي او هغه دوه ملګري چي د الله تعالی په مینه سره یوځای شوي وي او په هغې سره بېل شي او هغه نارینه چي د ښایسته او منصب لرونکيه ښځه يي د بدکاري لپاره وروبولي او دی انکار وکړي او ووايي چي زه له الله تعالی څخه وېرېږم او هغه سړی چي خپل خیرات پداسي پټ شکل ورکړي چي کېڼ لاس يي په ښي لاس خبر نشي او بل هغه سړی چي په تنهايي کي الله تعالی ورپه یاد شي او له سترګو څخه يي اوښکي تويي شي .
(۲) هغه څوک چي په مسجد کي په جماعت سره لمونځ ادا کوي او دبل لمانځه لپاره انتظار باسي څومره وخت چي يي په همدغه انتظار کي ووزي هغه وخت يي ټول په لمانځه کي ګڼل شوی دی او دا په لمونځ کوونکي دالله تعالی یو ستر رحمت او مهرباني ده همدا راز ملائکه ورته له الله تعالی څخه بښنه غواړي .
عن أبي هُرَيْرَةَ قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم إِنَّ الْمَلَائِكَةَ تُصَلِّي على أَحَدِكُمْ ما دَامَ في مَجْلِسِهِ تَقُولُ اللهم اغْفِرْ له اللهم ارْحَمْهُ ما لم يُحْدِثْ وَأَحَدُكُمْ في صَلَاةٍ ما كانت الصَّلَاةُ تَحْبِسُهُ (صحيح مسلم)
له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یوڅوک چي ترکومه وخته پوري د لمانځه په ځای کي ناست وي اواودس يي نه وي مات شوی ملائکه ورته له الله تعالی څخه بښنه غواړي او وايي اې الله! ته ورته مغفرت او بښنه وکړې او رحم ورباندي وکړې او په تاسوکي چي يوڅوک د لمانځه لپاره اېسار وي نو هغه وخت يي ټول په لمانځه کي حساب دی .
(۳) وختي مسجد ته دتللو یوه بله ګټه داده چي مسلمان په سکون او اطمئنان سره مسجد ته ولاړ شي ځکه چي لمانځه ته وخت پاته وي نه خو يي بېړه وي او نه ورڅخه دلومړي تکبېر د تېرېدلو خطره وي همدا راز مسلمان کولای شي دوه رکعته تحیة المسجد ادا کړي او د الله تعالی ذکر او یا تلاوت وکړي او له الله تعالى څخه په همدغه وخت کي خپل مشروع حاجتونه وغواړي همدارازدملائکو په دعا کي شامل شي چي هغه يي کېدای شي د هدایت , نجات او مغفرت سبب شي .
(۴) همدا راز هغه څوک چي وختي مسجد ته ځان ورسوي کولای شي په لومړي صف کي او دامام ښي اړخ ته ځای ونیسي او دلومړي صف په هکله زیات حدیثونه رانقل شوي دي چي هغه د ملائکه وو صف ته ورته وي اوالله تعالی او ملائکه او رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړي صف ته دعا کوي .
همدا راز لمونځ کوونکی کولای شي دامام ښي اړخ ته په صف کي ځان ته ځای پیدا کړي چي دحدیث له مخي دامام ښي اړخ ته درېدل تر کېڼ اړخ غوره او بهتره دی او امام بخاري رحمه الله ددې لپاره ځانګړی باب جوړ کړی دی او حدیث نقل کوي كله چي عبدالله ابن عباس رضي الله تعالی عنهماکېڼ اړخ ته ودرېدلو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه تر لاس ونېولو او خپل ښي اړخ ته يي ودرولو او امام ابن رجب الحنبلي رحمه الله وايي : داحدیث په دې دلالت کوي چي د امام ښی اړخ د هغه تر کېڼ اړخ فضیلت او برتري لري .
(۵) د نبوي احادیثو له مخي یوله هغو وختونو څخه چي پکي دمسلمان دعا قبلېږي د اذان او اقامت ترمېنځ وخت دی او دا ډېر دبرکت وخت دی نو کله چي یوڅوک وختي مسجد ته ولاړ شي همدغه چانس تر لاسه کولای شي چي د اذان او اقامت په مېنځ کي له الله تعالی څخه خپل دنیوي او اخروي ضرورتونه وغواړي کېدای شي دعا يي قبوله شي ځکه چي الله تعالی چي یوچاته ددعا غوښتل په زړه کي ورواچوي نو دقبلېدلو اراده يي ورته کړي وي
عن أنس بن مالك قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم الدعاء بين الأذان والإقامة لا يرد فادعوا (صحيح ابن خزيمة)
له أنس بن مالك رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داذان او اقامت په مېنځ کي دعا نه واپس کېږي نوځکه خو تاسي دعا غواړۍ .
(۶) همدا راز لمونځ کوونکي کولای شي تحیة المسجد دوه رکعته نفل ادا کړي او که وخت زیات وي نور نفلونه وکړي او یاقضاء شوي لمونځونه راوګرزوي ، همدا راز کولای شي له امام سره لومړی تکبیر ونیسي او دلومړي تکبیر د غوره والي په هکله په حدیث شریف کي راغلي دي :
عن أَنَسِ بن مَالِكٍ قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم من صلى لِلَّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبِيرَةَ الْأُولَى كُتِبَتْ له بَرَاءَتَانِ بَرَاءَةٌ من النَّارِ وَبَرَاءَةٌ من النِّفَاقِ (سنن الترمذي)
له أنس بن مالک رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي د الله تعالی لپاره څلوېښت ورځي پرله پسې په جماعت سره لمونځ ادا کړ پداسي حال کي چي لومړی تکبېر يي موندلی وي دوه برائت پاڼي ورته لیکلي کېږي یوه ددوژخ له اور څخه دنجات او بله له نفاق څخه د خلاصون .
همدا راز لمونځ کوونکی له امام سره دآمېن ویلو چانس لاس ته راوړي دکوم په هکله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : کله چي امام ولاالضالین ووايي نو تاسي آمېن وایاست که په تاسوکي دیوچا آمېن دملائکو له آمېن سره برابر شي نو الله تعالی يي تېر شوي ټول ګناهونه ورته بښي .
الله تعالى په قرآنکریم کي دبریالیو مسلمانانو ذکر کړی دی او لمونځ کوونکي يي له هغوی څخه ګڼلي دي فرمايي :
قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (1) الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (2) وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ (3) وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ (4) وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (5) إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ (6) فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ (7) وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (8) وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ (9) أُولَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ (10) الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (11) سورة المؤمنون
په رېښتیا سره کامیاب دي هغه مسلمانان څوک چي پخپلو لمونځونوکي عاجزي کوونکي وي او هغه څوک چي له پالتو کارونو څخه مخ اړوونکي وي او هغه څوک چي زکات ورکوونکي وي او هغه څوک چي هغوی خپل فرجونه ساتي مګر له خپلو مېرمنو اومېنځو څخه چي هغوی نه ورباندي ملامت کېږي او څوک چي له دې څخه پرته نورڅه غواړي هغوی تېري کوونکي دي او هغه څوک چي دخپلو امانتونو او پیمانونو پام ساتي او هغه څوک چي د خپلو لمونځونو على الدوام پابند وي همدغه کسان مېراث وړونکي دي چي فردوس به هغوی ته پاته وي او تل تر تله به پکې وي .
(7) همدا راز کوم لمونځ کوونکی چي دتکلیف په وخت کي او دشپې په ترږمیو کي مساجدو ته ځي د هغوی لپاره به دقیامت په ورځ رڼا وي :
عن أنس بن مالك عن النبي صلى الله عليه وسلم قال بشر المشائين في ظلم الليل إلى المساجد بالنور التام يوم القيامة (سنن البيهقي والمستدرك)
له أنس بن مالک رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هغه چاته چي د شپې په ترږمیو کي مساجدو ته ځي ددې زېری ورکړه چي دقیامت په ورځ به ورته بشپړه رڼا وي.
دا ځیني هغه فضیلتونه وو چي مساجدوته دوختي تللو او په مساجدو پوري د زړونو دنښلولو په هکله مونږ ذکر کړو الله تعالی دمونږ ټولو ته ددې توان راکړي چي دا اجرونه او ثوابونه مو په برخه شي او له کامیابو مسلمانانو څخه وګڼل شو.
ليكنه: د أبو خليل قدوسي


تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.