fbpx
Nashtar-Secular.Mofakiryn

د دریمې نړۍ دسیکولریستانو او مفکرینو روزنه

زموږد ډیری مبصرینو او څیړونکو لیکنې په دې جمله پیل کیږې: دا حقیقت ټولو ته څرګند ده… خو په حقیقت کې ډیر کم حقایق خلکو ته څرګند دي په ډیرو لویو لویو لا پریړې پردې پرتې دي، زه نن یو حقیقت درته روښانه کوم شاید ډیر خلک له دې حقیقته ناخبره وي، دا حقیقت د دریمې نړۍ د سیکولریستانو، مفکرینو او کارپوهانو په اړه ده، د حقیقت له روښآنه کولو مخکي یوه مهمه خبره را اخلم او هغه دا چې ویل کیږې علم او پوهه معلوم وطن او هیواد نلري دا د انسانانو مشترک شی ده چې په خپلو کې یې یوه بل ته افاده کوي او په مجموع کې د ټولو په ښمر او ټول ګټه ورنه اخلي، خو تهذیب او تمدن په معلومو هیوادونو او ټولنو پوري تړلي دي، لکه غربي تمدن، شرقي تمدن، چینايي تمدن او…

د دریمې نړۍ سیکولریستان د دې په ځای چې د لویدیځ علم او تخنیک خپلو هیوادونو ته را ولیږدوي د هغو تهذیب او تمدن را لیږدوي، د لویدیځ برتري او لاسبری یواځي او یوځي په علم او پوهه سره راغلی ده نه په تهذیب او تمدن سره د دوی تمدن خو فعلا هم دومره خوړین او له ستونزو ډک ده چې ژورې څارنې او پاکونې ته اړتیا لري او په دې اړه یې مفکرین او پوهان شپه ورځ په کار بوخت دي، نو دلویدیځ والو ولسونوله موجوده پراګنده حالت ، سیاسي زوړتیا او ټیټ ژوند سره که هغوی ته د لویدیځ تمدن هم را نقل شي دوی به لا خوار او له پریمانه ټولنیزو ستونزو او بدمرغیو سره مخامخ شي، او په دې کې شک نشته چې د دریمې نړۍ مفکرین او سیکولریستان په دې کار بوخت دي، هغوی ته په لویدیځ کې د دې کار د پرمخبیولو له پاره روزنې او لارښوونې ورکول کیږې څو لومړی ځانونه په لویدیځ تهذیب کې رنګ کړي او وروسته بیا دا بدمرغه رنګ(لویدځوال تهذیب) خپلو هیوادونو ته ولیږدوي. په دې اړه د یوه لویدیځوال ادیب او لیکوال دلیکنې یو اوږد اقتباس را اخلم چې په هغه کې د دریمې نړۍ د سیکولریستانو او مفکرینو پر حال په زړه پورې معلومات وړاندي کړل شوي دي.

مشهور فرانسوي لیکوال او ادیب جان پول سارټر Jean-Paul Sartre (پیدایښ21 جون 1905ء مړینه:15 اپریل 1980ء) د يوه بل فرانسوى ليكوالFrantz Fanon د كتاب The Wretched of the Earth په سریزه کې لیکي: موږ به له افريقا او اسیا نه د قبيلو مشران, د اشرافو اولاىونه او شتمن خلک امسټرډم، لندن، ناروې، بلجیک او پارس ته را غوښتل د هغوی جامې به مو وربدلولې، له ځیني نویو ټولنیزو اړیکو سره به مو بلدول، دوی به له موږ نه د ژوند د سهار او ماښآم کړه وړه زده کول، زموږ ژبې به یې زده کولې، زموږ په ډول نڅا او رقصونه به یې زده کول، د دوی ځینو ته به مو په اروپا کې ودونه هم وکړل دوی ته مو د اروپایې ژوند ټولې لارې چارې ور ښوولې.

موږ به کوښښ کاوه چې د دوی د زړونوتل ته د خپلو هیوادونو داروپايي کولو مینه ور ښکته کړو، او بیا به مو دوی خپلو هیوادونو ته لیږل، دوی څه ډول هیوادونه لرل؟ د دوی د هیوادونو دروازې زموږ پر مخ هروخت تړلې وې، موږ په یوه چوله هم د هغوی هیوادونو ته نشوی ننوتلی، موږ د دوی ولسونو ته پلیتې او مرداري ښکاریدلو، موږ د هغوی دښمنان وو هغوی له موږ نه ویریدل، هغوی وحشیان وو ګواکي بشر یې نه و لیدلی، خو کله چې موږ هغوی ته د هغوی دهیوادونو له پاره زموږ په لاسونو جوړ شوي مفکرین ور ولیږل موږ به هغوی ته له امسټرډم، لندن او پآرس نه د انساني ورورګلوي په نوم نارې ور وهلې د افریقا له اخیرنه، له منځني ختیځ نه او اسیا نه به موږ ته د خپل غږ انګازې بیرته را غبرګیدلې.

موږ به خپلو مفکرینو ته ویل چې د مختلفو ادیانو او مذاهبو پر ځای یواځي انساني دین او بشري مذهب رایج کړئ، دوی به زموږ خبرې په خپلو هیوادونو کې زمزمه کولې موږ په دې باور لاره چې دا مفکرین خپله یوه خبره هم نلري دوی به یواځي هغه خبرې کولې چې موږ په خولو کې ور ايښې وې، دوی یواځي زموږ خبرې نه زمزمه کولې بلکي دوی خپلو هیوادوالو ته د خبرو هیڅ حق نه ورکاوه، یعني د هغو یخولې یې ورتړلې وې، دا خوږژبي خلک موږ جوړ کړي او تیار کړي وو، او مفکرین مو نومولي وو دوی زموږ خویونه او ژبې زده کړې وې، او د دوی یواځنۍ موخه داوه ې زموږ په څیر وګرځي، په حقیقت کې دوی زموږ په څیر نه وو، دوی زموږ اشباه او همشکله وو او بس، دوی له خپلو ځانونو د خپلو ولسونو او هیوادونو هغه ادیان توږلې او لري کړي وو چې په هغو سره تمدنونه او تهذیبونه رامنځته شوي وو، دوی خپلو ښایسته او لوړو انساني افکارو او احساساتو ته شاکړې وه، دوی په خپلو هیوادونو کې د خرافاتو او ارتجاع په نوم له لوړو انساني اخلاقو سره په جګړه بوخت وو.

که د جان پول سارټر خبرو ته له ښه دقت وروسته په خپلو سیمو کې ښآغلو مفکرینو، کارپوهانو او سیکولریستانو ته ځیر شو دې سړي د دوی په اړه خورا درانه حقایق زموږ مخته ایښې دي، دا حقایق ما په مستنده توګه ستاسو مخته کېښودل باید د دوی د روزنې او تفکیري رشد! په اړه دا معلومات ډیرو خلکو ته ورسوو څو د دوی د پوچو خبرو او بې عمله ویناو له سحر نه ځانونه خلاص کړي او د دوی حقیقت او د دوی دپوهو او پروګرامونو فلسفه وپیژني. ډیر عام خلک د دوی په خبرو دوکه او دروهل شوي د دوی د پوهولو له پاره د دې دروغژنو مفکرینو او سیکولریستانو داستادانو اعترافات ډیر ګټور دي. په دوی کې یواځي څو محدود مهارتونه شتون لري، د غرب آن له چرګو او چرګوړو سره هم بې خرته مینه لري، ټول غربي اخلاق او اطوار یې په ژوند کې عملي کړي دي، د لویدیځ په ژوندود او د ژوند نظام(ډیموکراسي) يې ایمان راوړی ده، او متاسفانه د دې خوارو ولسونو له اساسي اړتیاو هیڅ خبر ندي، له علم پوهې، ساینس او ټیکنالوژي سره لرې اړیکه هم نلري، له علم او پوهي نه هنراو هنرمندانو یا ډمانو او ډمګیري ته ډیر متوجه دي.

نښتر: د نعمان منلي کالم، نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د