اسرائيل ، یهود، صهيون او په فلسطين کي اسرائيلي دولت

عبدالمالک همت

لكه څنګه چي پوهيږو اسرائيل د يعقوب عليه السلام نوم دى او معنا يې په عبراني ژبه د خداى غوره كړى سوى يا د خداى بنده؛ د عبد الله مترادف ده.

خو د ” يهودي پروټوكولز“ په نامه په يوه نوي خپاره سوي كتاب كي يې د ” اسرائيل“ د معنا په اړه يو ډول عجيبي خبري كړي دي. دغه كتاب د اسرائيلو د شومو موخو په اړه د پټو اسنادو د كتاب چي په روسي ژبه ليكل سوى دى اردو او انګريزي ژباړه ده چي انګرېزي ژباړن يې ” وكټور اى. مارسډن VICTOR E. MARSDE“ او اردو ژباړن يې محمد يحيٰٰ خان نوميږي. د دې كتاب د اردو برخي په (۱۵) مخ كي وايي :” د اسرائيل لفظي معنا د خداى سره” غېږ ايستونكى “ ده.

دغه معنا د يهودو د مقدسو كتابونو The Holy Sepulcher) ( په نوو ژباړو كي سوې ده. كوم چي جيوش پبلي كېيشنز آف امريكا په ۱۹۵۴ع.كال خپرې كړي دي. د دغي خبري يادونه د پيدايش د كتاب Genesis د ۳۲ باب په ۲۵تر ۲۹ آيتونو كي راغلې ده. د عېسويانو لخوا د بايبل په ژباړه كي هم دغه مضمون دغسي بيان سوى دى. د يهودي ژباړي په لمن ليك كي د ” اسرائيل “ معنا داسي ليكلې ده: (The Who Striveth With God) يعني :” څوك چي د خداى جل جلاله سره زور ازمويي“. په ” انسايكلو پيډيا آف ببليكل لټرېچر“ كي عېسوي عالمانو د ” اسرائيل“ معنا Wrestler With God) ) يعني : د خداى سره په غېږي نيوونكي ليكلې ده. بيا يې د بايبل كتاب ” هو سيع “ په ۱۲باب ۴ آيت كي د حضرت يعقوب عليه السلام تعريف داسي بيان كړى دى :” هغه د ځوانۍ پر مهال د خداى سره غېږ ايستل، بيا يې د ملايكي سره هم غېږ وايستل او پر غښتلى سو“. په نورو يهودي روايتونو كي راغلي دي چي زموږ ستر نيكه حضرت يعقوب عليه السلام د لوى څښتن سره درسته شپه غېږ واستل، خو تر سهاره پوري خداى هغه را غوځار نه كړاى سو. كله چي سهار سو نو خداى هغه ته وويل :” اوس ماپرېږده“ خو هغه ورته وويل :” زه تا تر هغو نه پرېږدم څو چي ته ماته بركت را نه كړې“. لوى څښتن ځني وپوښتل چي: ”ستا نوم څه دي؟ “ هغه جواب وركړ :” زما نوم يعقوب دى“. لوى څښتن وفرمايل : ” په راتلونكې كي ستا نوم يعقوب نه دى، بلكي ستا نوم به اسرائيل وي، ځكه چي تا د خداى او خلكو سره زور وازمايه او پر غښتلى سوې“ ( لعنت دي وي پر دې درواغجنو باندي. خداى هم د چا له نامه نه وي خبر؟ او خداى د خپل پېغمبر سره غېږ باسي؟ او بيا د هغه زور هم نه لري؟ توبه نعوذ بالله ). رسول الله صلی الله عليه وسلم هماغه وخت لا د خداى او اسلام سره د دغو سركښو دښمنانو او مفتريانو په اصليت پوهېدى چي د مدينې سپېڅلې مځكه يې د دوى له ناولتيا څخه پاكه كړه. لوى څښتن دي په خپله خدايي د بيت المقدس پاكه اورشو هم د دوى له ناولتيا څخه د تل لپاره پاكه كړي. آمين.

د يهوديت ابتدا او د هغه د نوموني وجه :

اصلي دين چي حضرت موسٰى عليه السلام او تر هغه دمخه او وروسته انبياوو راوړى دى اسلام دى. له دغو انبياوو څخه يو هم يهود نه وو او نه د هغو په زمانه كي يهود پيدا سوي دي. دغه مذهب په دغه نامه د وروسته مهالونو زېږنده دى. دا هغي كورنۍ ته منسوب دى چي د حضرت يعقوب عليه السلام د څلورم زوى ”يهوداه“ له توكمه ده. د حضرت سليمان عليه السلام تر وفات وروسته چي د هغه واكمني دوې برخي سوه نو دغه كورنۍ د هغي برخي د رياست څښتنه سوه چي د ” يهوديه “ په نامه ونومول سول. د بني اسرائيلو نورو قبيلو خپل بېل رياست ” سامريه “ وټاكى بيا ” اسيريا “ نومي ( په۰ ۷۵ ق.م. كي د آشوريانو واكمن دوهم سرګون ) نه يوازي سامريه پوپنا كړه، بلكي هغه اسرائيلي قبيلې يې هم له منځه يووړې چي د دغه رياست بنسټ يې ايښى وو. وروسته يوازي”يهوداه“ او د بن يامين توكم پا ته سول چي د يهوداه د توكم د غلبې له امله د يهودي نوم پر پوخ سو. د دغه توكم كاهنانو، رهبانانو او احبارو چي له پېړيو پېړيو څخه د خپلو اندونو او تمايلاتو سره سم د عقايدو، دودونو او مذهبي قاعدو كومه ټولګه رامنځته كړې وه د هغې نوم يهوديت Judaism) ( باله سي. د دغي ټولګي جوړښت د قبل الميلاد له څلورمي پېړۍ څخه پيل سوى او تر پنځمي عېسوي پېړۍ پوري روان وو. په دې كي د لوى څښتن د رسولانو لخوا د راوړل سوو آسماني لارښوونو څه برخه هم شامله ده خو دا ډېره لږ ده او د هغې بڼه هم بدله سوې ده. له دې امله د قرآن مجيد په زياترو ځايونو كي يهودو ته په «الَّذِينَ هَادُوا» وايي. يعني هغو خلكو چي يوازي يهود جوړ سوي ياست. يهود ټول اسرائيل نه دي، بلكي په دوى نور خلك هم چي يهوديت يې منلى دى ګډ سوي دي. قرآن مجيد چي بني اسرائيل مخاطب كوي نو د ” بني اسرائيلو “ لفظ ورته استعمالوي او چي د يهودو د مذهب پيروان مخاطب كوي هلته د «الَّذِينَ هَادُوا» الفاظ كاروي.

صهيونيت Zionism) ( :

صهيونيت يا صهيونيزم د اسرائيلو يو نړۍ وال غورځنګ دى چي موخه يې په فلسطين كي د يهودو د دولت جوړول او له هغه څخه پر ټوله نړۍ د يهودو واكمني ده. څنګه چي بيت المقدس يا القُدْس ( يروشلم ) پر غرونو ودان دى او له دغو غرونو څخه د يوه نوم ” صهيون “ دى له دې امله يې پر دغه غورځنګ دغه نوم ايښى دى. د دې غورځنګ تاريخي، فكري او سياسي جرړي ۵۸۶ق.م. ته رسيږي. دغه مهال د بابل ( عراق ) پاچا بخت نصر بيت المقدس او اقصٰى مسجد ( هيكل سليماني ) وران كړل او لس لكه يهود يې عراق ته د مريانو په توګه بوتله. خو اوسمهالى صهيونيزم يوه اتريشي يهودي ژورناليست ټيوډور هرټزل ته منسوب دى. دغه يهودي په ۱۸۹۷ع. كال د يهودو نړۍ واله غونډه جوړه كړه چي په هغې كي يې د نړۍ په تاريخ كي ډېر خطرناك پټ تصويبونه وكړل كوم چي

د ” يهودي پروټوكولونو په نامه “ ياديږي.( دغه پروټوكولونه بيا افشا سول، د نړۍ به بېلو بېلو ژبو وژباړل سول او د كتابونو په ډول خپاره سول ).

په فلسطين کي د اسرائيلو دولت :

څنګه چي د امريكايانو او اروپايانو ډېري خپرنيزي ادارې، بانكونه، د هاليووډ فلمي دنيا، د نشه يي توكو او فحاشۍ كار وبار او داسي نور مهم شيان د يهودو او د هغو د پانګي په ولكه كي وه ( اوس هم دغسي دي )، نو امريكايان او اروپايان پوهېدل چي دغه چموك او سراښ قوم پر له پسې د دوى هرڅه د ځان كوي.( دغه لړۍ اوس هم همدغسي روانه ده) او يو وخت به د دوى حكومتونه او پانګي ټولي د یهودو وي او د امريكا او اروپا هر وګړى، حاكم او محكوم به د دوى مزدوران جوړ سي. نو څنګه چي انګرېزانو د لومړۍ نړۍ والي جګړې په بهير كي د ۱۹۱۷ع.كال په ستمبر كي بيت المقدس او فلسطين ونيول نو له امريكا او اروپا څخه د دوى

د ايستلو ښه او مناسبه موقع په لا س ورغله. په دې ترڅ كي يې يهودو ته هلته د اوسېدلو عامه اجازه وركړه. بيا د يهودو او نصاراوو د د سيسې په پايله كي د ۱۹۴۷ع.كال په نومبر كي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې له ستر خيانت او بې وجدانۍ څخه كار واخيست او د فلسطينيانو خاوره يې د عربو او يهودو ترمنځ ووېشل. ورپسې يهودو د ۱۹۴۸ع.كال د مى پر ۱۴ مه هلته د يهودو د دولت د تاسيس اعلان وكړ. په دې ډول شيطاني امريكا او مكارو انګرېزانو له يوې خوا هلته د دوى د شتون له شر او مصيبته ځان وژغوره، بل يې د دوى په وينو خپلي نظامي اډې او نفتي امتيازات وساتل او هم يې خپل پخواني دښمنان عرب او مسلمانان د دوى په وسيله خوار او په بخولو او ناورينونو اخته كړل. داچي تر اوسه د دې شخړي د اوارۍ كومه لا ر نه ده موندل سوې دا له دې امله ده چي دغه جنګي حالت هم د امريكا او د هغې د اروپايي انډيوالا نو په ګته دى، هم يې د عربو د ارتجاعي دولتونو د بر قرارولو سره مرسته كړې ده او هم يې د اسرائيلو د ټولني پر د نننيو تضادونو سرپوښ ايښى دى.

داسي فکر کيږي چي په دې څو کلونو کي د نړۍ مسلمانان، په تېره مسلمان ځوانان د کفارو او د اسلامي هيوادونو د کفر پالو رهبرانو په خيانتونو ډېر ښه او هراړخيز پوهېدلي دي، هر لور پاڅونونه روان دي او کفار او د هغو ګوډاګيان يې سخت وارخطا کړي دي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کي چي د مسلمانانو ويني بهيږي دا هدر نه ځي او خامخا رنګ راوړي. زما سپارښتنه په خيانتونو اخته او منحرفو مسلمانانو، هغو ته چي ځانونه د خودخواهۍ له امله پوه بولي، خو په تللي دی داده چي مادي پالنه، شخصيت پالنه، پردي پالنه او خبث او منافقت هر څه ژر پرېږدي او د خپلو مسلمانو وروڼو سره خواخوږي او یووالی وښيي. هسي نه چي دا ژمی تېر سي خو د نغري مخ تور پاته سي، والسلام.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د