fbpx
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ټرمپ تر کاندید کیدو وروسته نوموړي په مکرر ډول په خپلو رسمي ویناوو کې القدس اشغال شوي ښار د اسرائیلي حکومت د رسمي پلازمینې په توګه یاد کړی او هغه ته یې د امریکايي سفارت لیږدولو ژمنې کړې.

القدس ته د امریکايي سفارت لیږدول د امریکايي شرارت ښکاره بیلګه

نن ټکی اسیا ـ سر مقاله : بالاخره د امريکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، اعلان وکړ چې د امريکا سفارت به له تل ابیب څخه القدس ښار ته لیږدووي او نور به هغه د صهیونستي غاصب رژیم رسمي پلازمینې په حیث پیژني.

ټرمپ په خپل دغه وحشیانه اقدام سره دا ثابته کړه چې دی د صهیونستي غاصب رژیم د مصالحو په مقابل کې نه د ټولې اسلامي نړۍ د احساساتو زخمي کولو پروا لري او نه هم په دې اړه د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د صادر کړل شویو پریکړو او مصوبو رعایت کوي.

په کال ۱۹۴۷ م کې د غاصبو صهیونستانو لخوا د القدس ښار د اشغال له پیله تر اوسه پوري د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې او د دې نړیوال سازمان مربوط د امنیت شوری په لسګونو پریکړې صادرې کړې چې له مخه یې القدس ښارفلسطیني ملکیت بولي او پر هغه د اسرائیلو اشغال غندي.

بیت المقدس د لومړی ځل لپاره د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنمه په (۶۳۷) م کې د اسلامي حاکمیت تر قلمرو لاندې راوستی او دوهم ځل د اسلام ستر فاتح صلاح الدین ایوبي په ( ۱۱۸۷) م کې د صلیبیانو له واکمني آزاد کړی.

دا مقدس ښار د لومړي نړیوال جنګ په پیل کې د اشغالګرو انګریزانو تر استعمار لاندې راغی او بیا یې د هغوي تر حمایت لاندې غاصبو صهیونستانو ته د لاندې کولو زمینه مساعده شوه.

که څه هم چې القدس ښار د فلسطین د نورو برخو په شمول له ۱۹۴۷ څخه عملا اشغال او په هغه کې د مسلمانانو لومړۍ قبله الاقصی مسجد د غاصبو یهودانو تر ولکې لاندې دی، خو د فلسطین مسلمان ملت د غاصبو یهودانو د اشغال په کلکه مقاومت کړی او له صهیونستي استعمار څخه د فلسطین په تیره د الاقصی مسجد د آزادي لپاره یې بیساري قربانۍ ورکړې.

د اشغالګرو صهیونستانولخوا د فلسطین په خاص ډول بیت المقدس ښار او الاقصی مسجد اشغال یواځې د فلسطینانو حق تلفي نه بلکې د ټول اسلامي امت پر مقدساتو تیری دی چې له تیرو تقریبا ۷۰ کلونو راهیسي ټوله اسلامي نړۍ ورسره نا کراره دی.

د ملګرو ملتونو سازمان او امنیت شورا د رسمي مصوباتو له مخې په مکرر ډول له صهیونستي چارواکو غوښتي چې په فلسطین کې د القدس ښار په اشغال پایته رسولو سره د الاقصی مسجد درناوی وکړي او هلته د میشتو فلیسطنیانو له ځورونې لاس واخلي.

خو له صهیونستي رژیم څخه د امریکايي چارواکو حمایت هغوي دیته هڅولې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هیڅ پریکړې ته هم اعتناء و نه کړي او د فلسطیني ممتلکاتو غصبولو ته ادامه ورکړي.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ټرمپ تر کاندید کیدو وروسته نوموړي په مکرر ډول په خپلو رسمي ویناوو کې القدس اشغال شوي ښار د اسرائیلي حکومت د رسمي پلازمینې په توګه یاد کړی او هغه ته یې د امریکايي سفارت لیږدولو ژمنې کړې.

په داسې حال کې چې ټول منځنی ختیځ او په مجموع کې ټوله اسلاي نړي د امریکایي مداخلاتو له وجي د بحران ښکار ده ، مجرم ټرمپ د همدغه بحران د لازیاتوالی په غرض خپله وحشیانه پریکړه پلې او عملا یې القدس ښار ته د امریکايي سفارت د لیږدولو اعلان وکړ.

د ټرمپ له دې وحشیانه اقدام څخه جوتیږي چې نوموړی نه د نړۍ د نورو ادیانو درناوي ته قائل دی او نه هم له هغوي سره سوله ییز تعایش او ګډ ژوند کولو ته ژمن دی ؛ بلکې فقط د نړۍ د یوه مستبد او مجرم دیکتاتور په حیث غواړي خپله نامقدسه اراده په جبر او زور سره پر ولسونو تحمیل او په دې سره په نړۍ کې مزیدو جګړو او شرارتونو ته زمینه برابره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د