خبرونهنړۍ

د نړۍ په لر و بر کې د ټرمپ پر ضد او د فلسطین په ملاتړ لاريونونه روان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پرېکړې او د اسرائیلو پر ضد په عربي او ګڼو اسلامي هېوادونو کې پراخ لاريونونه روان دي او بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې پېژندلو په اړه د امريکا او اسرائيلو پر ضد شعارونه ورکوي.

د ټولو لاريونوالو همدا يو شعار دی، چې د ټرمپ پرېکړه د اسرائيلي ښکېلاک څرګند ملاتړ دی او هوډ څرګندوي، چې د ټرمپ پرېکړنه نه مني او د فلسطين يوه لوېشت خاوره به هم اسرائیلي ښکېلاک ته پرې نه ږدي.

ډېری اسلامي هېوادونو سبا جمعه د امریکا او اسرائيلو پر ضد «د غوسې جمعه» ياده کړې او په ټولو اسلامي هېوادونو کې به سبا يو ځل بيا د امریکا پر ضد لاريونونه وشي.

عراق: په عراق کې د سنيانو اتحاد په پلازمېنه بغداد کې د ټرمپ د دغې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ او د د دغه اتحاد مشر عبداللطیف الهميم امریکا د ترهګرۍ په ملاتړ او په سيمه کې د ناامنيو په خپرولو تورنه کړه.

ښاغلي هميم وويل، چې د داعش له ناکامېدو وروسته ټرمپ په منځني ختيځ کې بلې فتنې ته لمن ووهله.

لاريونوالو وويل، چې ټرمپ کولای شي، چې په خپل سر پرېکړې وکړي، خو مسلمانان به يې هېڅکله ورسره ونه مني.

د سني اتحاد مشر عبداللطیف الهميم د مسلمانو هېوادونو پر چارواکو هم غږ وکړ، چې «ژوندی امت د فلسطين د خپلواکۍ لپاره هر مهال چمتو دی او چارواکي بايد په داسې تاريخي فرصت کې د مسجد اقصی د خلاصون لپاره جدي هڅې وکړي او په دې اړه د پارېدلي مسلمان ملت مرسته او لاسنیوی وکړي.»

اردن: په اردن کې د پوهنتونونو سلګونو محصلينو او زرګونو نورو ولسي خلکو د امریکايي ولسمشر د پرېکړې پر ضد پراخ لاريونونه پيل کړي او بیت المقدس ته يې د امریکا سفارت د لېږدولو پرېکړه د نه منلو وړ بللې ده.
د اردن ځايي رسنيو ويلي، چې د هاشميه، زيتونه، بلقاء، نړيوال اسلامي پوهنتون، يرموک او مؤته پوهنتون محصلينو او استادانو د امریکا پر ضد پراخ لاريونونه وکړل او د ټرمپ دغه پرېکړه يې د فلسطينيانو په حق کې ظلم او د نه زغملو وړ بللې ده.

د اردن ټولنيزو شبکو د محصلينو او نورو لاريونوالو هغه انځورونه او شعارونه خپاره کړي، چې د امریکا اواسرائيلي ښکېلاک پر ضد يې پورته کړي وو.

لبنان: په لبنان کې هم د فلسطيني کډوالو سربېره زرګونو لبنانيانو د اسرائیلو په ملاتړ د امریکايي ولسمشر پرېکړه په سختو ټکو غندلې او د لاريون پر مهال د ډونلډ ټرمپ انځورونو سربېره د امریکا او اسرائیلو بیرغونه سوځولي دي.
لاریونوالو وويل، چې اسرائیل په فلسطين کې هېڅ حق نه لري او مسلمان ولس به هېڅکله اسرائیلو ته په رسمي او قانوني حیثيت قائل نشي.

د لبنان مفتي عام عبداللطیف ديان اعلان کړی، چې سبا ته د جمعې په خطبو کې به ټول خطیبان د امریکا د پرېکړې پر ضد په ټول هېواد ويناوې وکړي او د امریکا دا پرېکړه به وغندي.

په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د ډونلډ ټرمپ د پرېکړې پر ضد پراخ لاريونونه شوي او پارېدلو لاريونوالو د اسرائيلو په ملاتړ د امریکا دغه پرېکړه غندلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x