ورزش

کرېکټ: آیرلینډ افغانستان ته ستر هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او آیرلینډ تر منځ په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې آیرلینډ لومړی توپ وهنه وکړه چې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۷۲ منډو ستر هدف افغانستان ته وټاکه.

د آیرلینډ لخوا سټرلینګ ښه توپ وهنه وکړه او ۸۲ منډې یې جوړې کړې، نوموړی د راشد خان لخوا وسوځید، په وروستي اورونو کې ډوکریل ښه وځلید چې چټکې ۶۲ منډې یې جوړې کړې او آیرلینډ یې یو ستر هدف ته ورساوه.

د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ، دولت ځدراڼ، راشد خان او محمد نبي دوه دوه او ګلبدین نایب په یوه ویکټه اخیستلو بریالی شو.

افغانستان به ټاکلی هدف د لسو ویکټو په لرلو سره په پنځوس اورونو کې پوره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x