شعـــــرونه

غزل – طالب الهام

راوړي نغمې دازادۍ ، زړه ته هوس ورسره
دپاڅون ډولته به راویښ کاندي جرس ورسره

دکوه قاف تر څوکو ځي دسلیمان لښکرې
دېوان به نیسي شپول دغرونو دی قفس ورسره

زموږدکلې شازلمي چي ځي سنګرته کله
ټومبي په څڼو کې غاټول ګل دنرګَس ورسره

څپې څپې ېې قهرېدلي طوفاني موجونه
سېلاب د وینو مو قلزوم وړي او اطلس ورسره

مړيږي نه دالېونی زړه مې دیارپه مینه
چي دیدن راوړي صبروړي رانه واپس ورسره

لکه طوفان خوځېږو ځو طالب الهامه پر مخ
فتحه به شام کړو هم دمشق بیت المَقْدِس ورسره

مَقْدِس اومُقَدَّس دواړه جائزدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x