شعـــــرونه

مشره

شاعر: جبیر احمد مشهود

ګوره ارمان د زندګۍ مو په چا و نه پلورې
دا هسک نشان هسکه پګړۍ مو په چا و نه پلورې

چی د تاریخ دنګ منارونه یې اوس هم جوړ کړی
هغه میوند او ملالۍ مو په چا و نه پلورې

د استعمار له بدرنګیو ځان ساتنه و کړه
سپېڅلی نوم د ازادۍ مو په چا و نه پلورې

زموږ د شهیدو شازلمو د وینو خیال و ساته
د یتیمانو اه,سلګۍ مو په چا و نه پلورې

د غرو لمنو کی چی ښکاری د زلمو قبرونه
ها د مزار ورانی جنډۍ مو په چا و نه پلورې

چی د تنکیو شازلمو غوښی هډونه غواړی
داسلسله د قربانۍ مو په چا و نه پلورې

دا لار كی ډیرو لیونو دار ته سرونه یووړل
ها تور زندان او هتكړۍ مو په چا و نه پلورې

لکه د نورو غوندی نه شې د مشهود ژوندونه
د استشهاد دبڼ غوټۍ مو په چا و نه پلورې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x