شعـــــرونه

قدرت د ذوالجلال/ رحمت الله منیب

دې کې ژبه شته احساس شته او جمــــــال شته
په خلقت کې یې قدرت د ذوالجــــــــــــلال شته

سرحدونه یې فوجیـــــــــــان د بڼو څـــــــــــاري
او په مینځ کې یې د کسي په نوم خــــــال شته

کله کله اننګـــــــــــــــو باندې را څــــــــــــــاڅي
شا و خوا یې رڼې اوښکې شتــــه زلال شتـــــه

دا یې هم د قدرتونو عــــــــــــــــــــــــــلامې دي
چې اسمان کې زرین ستوري شته هـــــلال شته

دا دي څنګه سره وپېیـــــــــــــــل منیبـــــــــــه
ستا په شعــــر کې منتر شته یا کمــــــــال شته

04/12/2017

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x