افغانستان

غزني کې د ۹۱ مرکزونو رایې قرنطین شوې

نن ټکی آسیا: که څه هم په غزني کې له مرکز پرته په ډېری ولسوالیو او لیرې پرتو سېمو کې د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو بهیر خورا ټکنی او آن د نشت برابر و، خو بیا هم په ځينو سېمو کې خلک په دې وتوانېدل چې رایه ورکړې، له همدې کبله په دې ولایت کې د ټاکنو په اړه انديښنې مخکې له مخکې موجودې وي.

نن د غزني د ټاکنېزو شکاياتو کمېسيون  چارواکو وویل، چې د ځينو شکايتونو په اساس يې په دغه ولايت کې د ٩١ مرکزونو د رايو صندوقونه قرنطين کړل.
د یاد کمېسيون کمېشنر احمدشاه وحدت له وینا سره سم،  دوى ته نږدې ۵۴ شکايتونه شوي، چې له دې ډلې ۱۷ يې د ولسمشرۍ او ۲۰ يې د غزني د ولايتې شورا له کانديدانو او۱۷ نور يې دټاکنو کمېسيون له کارکوونکو څخه شوي دي.
نوموړی زياتوي ، چې دغه شکايتونه يې مرکز ته وړاندې کړي وو او هغو ددې شکايتونو پر بنسټ د غزني د۹۱ مرکزونو رايې قرنطين کړي.
د وحدت په وینا،  په هر مرکزکې درې محلونه دي، چې ددې ټولو رايې قرنطين او د رايې شمېرنه يې له سره پيل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x