نړۍ

صدر سعودي ته: شرم درته په کار دی که «اسلامي ایتلاف» د اسرائیل پر ضد ونه کاروی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په عراق کې د شیعه ګانو د یوې ډلې مشر مقتدی الصدري د بیت المقدس په اړه د ټرمپ وروستی پرېکړه غندلې او د سعودي څخه یې غوښتي چې د اسلامي نظامي ایتلاف تمرکز دې پر اسرائیلو وکړي.

سعودي څو ورځې وړاندي په پلازمینه ریاض کې تر پنځوس زیات مسلمانو هیوادونو دفاع وزیران او جنرالان را ټول کړي وه او د اسلامي نظامي ایتلاف چې اسلامي ناټو هم ورته ویل کیږي، یوه لویه غونډه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دغه ځواک به د تروریزم او سخت دریځۍ پر ضد کاروي.

باید وویل شي چې سعودي په فلسطین کې د حماس اسلامي جهادي ډله هم سخت دریځې ډله بولي او داسي ګنګوسي هم خپرې شوي چې د ایران پر ضد یې په پټه د اسرائیل سره ایتلاف هم کړی دی.

د عراقي شیعه ګانو مشر مقتدی الصدر چې څه موده تر مخه سعودي او امارات ته هم تللی وو او د سعودي له خوا ستایل شوی وو، پر سعودي غږ کړی چې د یمن، بحرین او سوریې جګړې او شخړي دي نورې بس کړي، د اسلامي ایتلاف تمرکز دي پر فلسطین او اسرائیل باندي وکړي.

نوموړي نن په یوه خبرې غونډه کې وویل، امریکا په داسي وخت کې قدس شریف د پلازمینې په توګه اسرائیل ته وسپاره چې تازه د نبي صلی الله علیه وسلم میلاد لمانځل شوی، چې دا خپل له ځانه سره دلالتونه لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې مسلمانان باید خپل منځي اختلافونه تر شا وغورځوي او سره متحد شي.

نوموړي وویل چې د عربو پسرلی باید د اسرائیل پر ضد وي، د خاین پاچاهانو پر ضد وي او د چوکیو عاشقانو پر ضد وي.

نوموړي همداراز وویل چې تیار دی په هغه پوځ کې د یوه عسکر په توګه وجنګیږي چې د فلسطین د ازادۍ لپاره تشکیلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x