نظــر

د مسلمانانو قبله یې وپلورله

لیکوال: ابو مصطفی بدري

هغه علماء سوء او شیخان چې ځانونه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم وارثان بللي نن یې کفار په لومړی قبله سوداء کوي او په دې باندې چپ پاتي کیدل حکمت ګڼي، نو که چیرې دا حکمت وي ایا صحابه کرام په حکمت نه پوهیدل ایا صلاح الدین ایوبي د ښه ژوند د تیرولو په خوند نه پوهیده سره له دې چې کفارو د ډیرو پیسو او د ښایسته ښځو وړاندونې ورته وکړې، خو بیا هم دی له خپل مال او سر نه قربانیږي داسې دندان شکن جواب کفارو ته ورکړ چې تر نن ورځې پورې په خپل تاریخ شرمیږي

او په میړانه یې له کفارو څخه په کوزو سرونو جزیه واخیستله ځوانان یې غلامان او ښځې ورته وینځې کړې

کاش چې نن عمر رضی الله عنه وایې چې د عربو مړ تاریخ راژوندی کړی وایې کاش چې ایوبي وایې چې د مسلمانانو غیرت او میړانه ښکاره کړې وای
په نړۍ کې یوازي عرب، 90 مليونه مصريان، 40 مليونه د جزائر، 33 مليونه د مغرب، 30 مليونه عراقيان، 30 مليونه سوډانيان، 25 مليونه دسعودي عرب،
25 مليونه د سوريې، 30 مليونه يمنيان، 10 مليونه د تونس، 7 مليونه د إماراتو، 5 مليونه لبنانيان، 9 مليونه أردنيان، 6 مليونه ليبيایان، 3 مليونه د كويټ، 3 مليونه د بحرين او قطر، 2 مليونه د عمان… !!!

نشي کولای، چي د 8 ملیونه صهيوني اسرائیلو پر وړاندي ودرېږي .. څومره شرم او پیغور دی

یو عرب وایي: ” که موږ غوماشي وایې او پر اسرائیلو مو هجوم وروړی وای، نو له فلسطین څخه به مو شړلي وو، خو متاسفانه د خپلې کم همتۍ له امله په بزدلی کې مبتلا شوو”.

القدس لنا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x