افغانستان

کونړ کې پنځه اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، په ناړۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه اربکیان وژلي او رینجر موټر یې په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان په خبره، په پېښه کې پنځه اربکیان وژل شوي او موټر یې هم له منځه تللی دی.

نږدې یوه میاشت وړاندې هم د ناړۍ ولسوالۍ په مچمڼۍ سیمه کې د اربکیانو پر ګزمې د سړک غاړې ماین چاودنه کړې وه او پنځه اربکیان پکې وژل شوي وو.

په کونړ کې د پنځو اربکیانو د وژنې خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره ورځ د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي وو، چې د ملي یووالي حکومت د نوې ملېشې جوړولو چارې بشپړې کړي دي.

کونړ د هېواد په ختیځ کې پروت دی، چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې پاکستاني ځواکونه یې پر شپږو ولسوالیو توغندي توغوي او سلګونه خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx