
د نېکي مؤمني ښځي صفات
ژباړه : غلام عمر عبدالله
ای مسلماني خوري !!! ته ددې امت ګاڼه يې، ته د اسلام د سپېڅلي دين ساتنه کوې، ته د اسلامي ټولني قلعه ( کلا) او سپر ئې ، ته د احسان او ايمان ساتونکې او پټونکې يې.
نو راولاړه شه تر څو دواړه د نېکي مؤمني ښځي صفات وپېژنو.
۱ – عقیده ؛
د يوې مؤمني ښځي عقيده بايد د اهل السنة والجماعت پر عقیدې جوړه وي.
۲ – منهج ؛
مؤمنه ښځه هغه تګلاره بايد غوره کړي چي الله ورته فرمايلې وي ، د الله رسول صلی الله عليه وسلم ورته ښودلې وي ، صحابه کرامو ، تابعينو ، تبع تابعينو او نور صالحينو عمل پرې کړی وي.
۳ – اخلاق ؛
مؤمنه ښځه باید د اسلام سپیڅلي اخلاقخپل کړي.
۴ – آداب ؛
حياء ، پاک لمني ، پاکي ، ستر او پرده باید د مؤمني ښځي د ژوند آداب وي.
۵ – د ژوند کولو نمونه ؛
مومنه مېرمن باید په خپل ژوند کي د مؤمنانو ميندي ( امهات المؤمنين) ، صحابيات رضي الله عنهن ، او نوري صالحي مېرمني د ځان لپاره د ژوند کولو نمونې غوره کړي.
۶ – ملګرتوب ؛
مومنه مېرمن باید د ټولو هغو مؤمنو او مسلمانو ښځو سره ملګرتوب وکړي چي د الله د دين پابندي وي.
۷ – دښمني ؛
مومنه مېرمن باید له يهودانو ، عيسويانو ، مشرکينو ، منافقينو ، سيکولریستانو او ټولو هغو کسانو سره دښمني غوره کړي چي د ښځي بې ستري ، بې عفتي او له اسلام څخه د ښځي لېريوالی غواړي.
۸ – کرکه ؛
مؤمنه مېرمن باید له ډمانو ، سندرغاړو ، هغو مجلو ، رسنيو سره کرکه ولري چي بې ستره انځورونه ، فلمونه ، د بې لارۍ مضامين او هغه څه خپروي چي د دې رب جل جلاله پرې ناراضه کېږي.
۹ – حرص ؛
مومنه مېرمن باید پر رښتيني او شرطونو برابري توبې ايستلو حريصه وي .
۱۰ – واده ؛
د مومني مېرمني واده باید له رقص ، ډمانو ، سندرغاړو ، د نارينه او ښځو له اختلاط څخه خالي وي مګر نه دا چي په مباح او جايزو سندرو او خوشحاليو سره ولمانځل شي.
۱۱ – هيله ؛
د مومني مېرمني هیله باید دا وي چي داسي يو نسل وروزي چي پر صحيح اسلام برابر وي ، تر څو يوه جنتي کورنۍ ترې جوړه شي.
۱۲ – اضافي وخت ؛
مومنه مېرمن باید خپل اضافي وخت د قران کريم په حفظ ، د ګټور علم په ترلاسه کولو او په مشروع تفريحي کارونو کي مصرف کړي.