افغانستان

کرزی: د ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه اعلانول د نړیوالو اوصولو خلاف کار دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): مخکېني ولسمشر حامد کرزي د ټرمپ د هغه اعلان وروسته توند غبرګون ښودلی، چې بیت المقدس یې د اسراییلو پلازمېنه اعلان کړه.

د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د اسراییلو د نوې پلازمېنې اعلان د نړیوالو هوکړه لیکونو خلاف کار دی او په دې موضوع د مسلمانانو احساسات راپارېدلی شي.

په خبرپاڼه کې بیت المقدس د اسراییلو د نوې پلازمېنې اعلانول د منځني ختیځ د سولې لپاره خطرناک بلل شوي او د ناامنۍ د پراخېدو خبر داری یې ورکړی دی.

تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو نوې پلازمېنه اعلان کړه، چې د اعلان وروسته یې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو توند غبرګونونه راوپارول.

د ملي یووالي حکومت هم د امریکا د ولسمشر دغه اعلان غندلی دی، چې بیت المقدس یې د اسراییلو پلازمېنه اعلان کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x