نړۍ

حامد میر: د برید تر شا د آی ایس آی لاس دی

د پاکستان د يو شخصي تلويزون نطاق او مشهورې اردو ورځپاڼې “جنګ” كالم ليکوال حامد مير نن ماذديګر په کراچۍ کې په يو وسلوال بريد کې ټپي شو.

خبر زياتوي، چې حامدمير د کراچۍ له هوايي ډګره د جيو نيوز دفتر په لور روان وه، چې فيصل روډ ناتها خان پل سره پرې نا څرګندو وسلوالو ډزې وکړې او حامد مير يې ټپي کړ.

د کراچۍ د پوليسو عمومي قومندان شاهد حيات روغتون کې رسنيو ته و ويل، چې حامد مير درې ډزه لګيدلی، ولې روغتايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

شاهد حيات وايي، چې وسلوال بريدګر په موټر او دوه تنه يې پر موټر سايکل ناست د حامد مير د راتګ انتظار يې کاوه، حامد مير چې فيصل روډ ناتها خان پل ته راورسيد نو وسلوالو پر ډزې وکړې.

اسلام اباد کې د جيو تلويزون بيرو چيف رانا جواد وايي، حامد مير سره يې ټپي حالت کې خبرې وکړې او ډېر تکليف کې وه.

د جيو نيوز يو بل خبريال نعيم صديقي وايي، چې حامد مير د ټوډي ډولي موټر په وروستي سيټ کې ناست وه، چې وسلوالو پرې بريد وکړ. صدیقي زياتوي، چې دغه مهال حامد مير قراني آياتونه لوستل او په خپله له موټره کوز شو او امبولانس ته وخوت.

ډاکتران وايي، چې حامد د بدن په لاندې برخو لګيدلی او ډېره وينه ترې تللې ده.

د جيو نيوز بيورو چيف وايي، چې حامد مير اوس د اپريشن لاندې دی او د روغتيا په اړه يې ډاکتران هيڅ نه وايي.

د جيو تلويزون يو بل وتلی ژورناليست او تحليلګر سهيل وړايچ وايي، چې داسې ښکاري، چې بريدګر له مخکې خبر وه چې، د ده انتظار يې کاوه.
له دې يو ځل مخکې په ۲۰۱۲ م کال کې هم د نوموړي په موټر کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، چې د امنيتي ځواکونو لخوا شنډ کړای شول.

پاکستاني ولسمشر ممنون حسين، لومړي وزير نواز شريف او اصف علي زرداري ياد بريد غندلی او د بريدګرو د نيولو امر يې کړی دی.

حامد میر: که په نښه شوم، تر شا به یې د آی ايس آی لاس وي

حامد میر تر حملې وړاندې خپلې کورنۍ، ملګرو، همکارانو او ځینو دولتي چارواکیو ته ویلي و، چې که په نښه شو، نو تر شا به یې د آی ایس آی د مامورینو او د دې ادارې د مشر، جنرال ظهیر الاسلام لاس وي.

جیو نیوز ته په خبرو کې د حامد میر ورور، عامر میر وویل، چې ورور یې ورته ورغلی و او هغه یې د آی ایس آی او جنرال ظهیر الاسلام له پلانه خبر کړی و، چې غواړي دی ووژني.

د کراچۍ د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي چې ښاغلی مير درې ګولۍ خوړلي دي.

د جیو نیوز د اسلام اباد د څانګې مشر، رانا جواد وویل، چې حامد میر له حملې وروسته ورسره خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې وسله والو پرې پرله پسې ډزې کولې.

حامد میر دمګړۍ په روغتون کې بستري دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x