افغانستان

نی: په کابل کې خبریالان ځاني خوندیتوب نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» وايي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي او د ولایتونو سربېره په پلازمېنه کابل کې هم خبریالان ځاني خوندیتوب نه لري.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي.

د ده په خبره، له خبریالانو د تاوتریخوالي پېښې ډېرې نه رسنیزې کېږي او ځینې خبریالان نه غواړي چې د دوی سره د زور زیاتي پېښې دې رسنیزې شي.

دی وايي، ډېر شمېر خبریالان د زور زیاتې له پېښو سره مخ دي؛ خو د تاوتریخوالي ډېرې نه څېړل کېږي؛ نو د همدې له امله ډېرې پېښې ثبت شوي هم نه دي.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» په تېره اکتوبر میاشت کې ویلي وو، چې د ملي یووالي په راتګ سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې اوج ته رسېدلي دي.

نی ویلي وو، د ۲۰۱۴ د اکتوبر راهیسې د روان ۲۰۱۷ تر اکتوبر پورې په ټول هېواد کې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۲۰ پېښې ثبت شوي، چې د کرزي په ۱۳ کلنه واکمنۍ کې دومره پېښې نه وې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

کابل کی څوک خوندیتوب لری ؟؟؟؟؟؟ ښځی خوندیتوب نه لری ، تاو تریخوالی څه چه بی شیمره وژنی او بی عفتی روانی دی، څه د خپلو میړونو سره چه وحشیان تری جوړ شوی ، څه د نورو سره جوړی شوی ، څه د خارجیانو سره په خوښه یا په زور او څه د غلو او کور او کلی د مامورینو ، عسکرو ، پولیسو او اربکانو له امله ، څه دلوږی او تندی او د بجیانو دغمونو او سختو کارونو له امله او څه د نشه توکو او نورو مردادریو له امله . ځوانان خوندیتوب نه لری ، د بیکاریو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x