fbpx
quran

د حذف او ذکر قراني نکته

په قراني کې یو فعل په دوو ایتونو کې په مختلفو ډولونو راغلی ده، په یوه کې (یاء) ذکر شوې ده او په بل کې نشته، له یوه فعل سره چې معنا یې هم یوه وي دا ډول چلند دتامل او سوچ وړ خبره ده، وتلي عراقي لیکوال ډاکټر فاضل السامرائي په خپل کتاب ( بلاغة الكلمة في التعبير القرآني مخ 20 چاپ: دار الشؤون الثقافية العامة-بغداد ط1 200) کې راخیستې ده، دی لیکي: د ” ذلك ما كنا نبغ ” (الكهف64) له (نبغ) فعل نه په قراني رسم کې (یاء) حذف شوې ده، او کټ مټ همدا فعل د سورة یوسف په یوه ایت کې راغلی ده هورې (یاء) نده حذف شوې: ” قالوا يا ابانا ما نبغي هذه بضاعتنا ردت إلينا” (يوسف65) .

دا ځکه چې په دواړو ایتونو کې راغلې پیښې سره مختلفې دي، او دا خبره دایتونو له سیاق نه معلومیدلی شي، په سورة الکهف کې راغلي دي: ” قال أرأيت إذ أوينا إلى الصخرة فإني نسيت الحوت و ما أنسانيه إلا الشيطان أن أذكره و اتخذ سبيله في البحر عجبا. قال ذلك ما كنا نبغ ِ فارتدا على آثارهما قصصا” یعني هغه ( د موسي علیه السلام ملګري) وویل: تا ولیدل چې موږ د هغه کمره خواته کښېناستلو زما نه هلته ماهی هیر شو، او شیطان دهغه یاد زما نه هیر کړ، هغه په عجیبه توګه په سیند کې لاره ونیوله، هغه (موسي) وویل: دا ځای موږ غواړو، نو دواړه پخپلو پلونو بیرته وګرځیدل.

په دې ایت کې موسي علیه السلام وایې: دا ځای موږ غوښت(ذلك ما كنا نبغ ) دلته د دې ځای غوښتل او پیدا کول د دوی اصلي موخه نه وه، د دوی اصلي موخه هغه کس و چې دوی له هغه نه څه زده کول غوښتل او هغه یې په دې ځای کې موندلی شوی، او په سورة یوسف کې د یوسف دوروڼو خپره ده هغوی په (نبغي) سره د خوړو غوښتنه مراد کړې ده. قالوا يا ابانا ما نبغي هذه بضاعتنا ردت إلينا. نو د دوی اصلي موخه خواړه غوښتل و، یعني دوی د خپلي اصلي غوښتنې او مبتغا تعبیر په (نبغي) سره وکړ.

په لومړۍ کیسه کې د موسي علیه السلام هغه ځای غوښتل اصلي موخه نه وه اصلي موخه او مبتغا یې د هغه چا غوښتل و چې دوی په هغه ځای کې موندلی شوی، نو ګواکې دلته موخه نیمګړې وه نو ځکه له فعل نه (یاء) وغورځول شوه او ناقص کړل شو(نبغ) چې په دې سره د موخې نه اصلیت ته نغوته راشي، او په دویمه کیسه کې د یوسف علیه د وروڼو اصلي موخه خواړه او طعام و او هلته په موخه او مبتغا کې نیمګړیتا نه وه نو ځکه فعل هم په خپل اصلي حالت(نبغي) کې راوړل شو، نو هر فعل له خپل ځای سره مناسب راغی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د