ورزش

پي ایس ایل: د راتلونکې ۲۰۱۸ کال سیالیو مهالویش اعلان شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ (PSL) سیالۍ کمیټې اعلان کړی چې د راتلونکی ۲۰۱۸ کال پي ایس ایل جام پایلوبه به په ۲۵ مارچ کراچۍ کې ترسره کیږي.

د پي ایس ایل دریم پړاو مهالویش پر وخت اعلان وشو چې راتلونکې کال پي ایس ایل پایلوبه به کراچۍ او نیمه پایلوبې به په لاهور لوبغالي کې ترسره شي.

د پاکستان سپر لیګ لومړۍ لوبه به پنجشنبې په ورځ د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې په ۲۲ فرورۍ د پیښور زلمي او ملتان سلطانز ترمنځ ترسره شي، او پایلوبه به په ۲۵ مارچ د کراچۍ لوبغالي کې ترسره شي.

ملتان سلطانز نوې لوبډله ده چې پي ایس ایل ته به په راتلونکې کال په لومړي ځل داخلیږي، او اټکل کیږي داسې چې ملتان سلطانز په راتلونکې پړاو کې تر ټولو خطرناکه لوبډله ثابته شي.

هره لوبډله به له بلې لوبډلې سره ۲ لوبې لري، او په پای کې به ۴ سر لوبډلې بل پړاو ته وځي او له هغې څخه به ۲ پایلوبې ته وځي.

د پي ایس ایل په اړه ددوی مطبوعاتي اعلامیې وویل: هڅې روانې دي چې راتلونکی کال پي ایس ایل دوه لوبې په لاهور لوبغالي کې او پایلوبه به په کراچۍ کې ترسره شی.

مهالویش ته په کتلو سره په دغه سیالیو کې ټولې ۳۴ لوبې ترسره کیږي چې د کراچۍ او لاهور په شمول به د دوبۍ او شارجه نړیوال لوبغالو کې لوبې ترسره شي.

د پي ایس ایل لوبډلو مالکانو خوښي ښکاره کړې چې د پي ایس ایل ځینې لوبې په پاکستان کې ترسره کيږي، او په دې سره به پاکستان کې د کرکټ دروازې نورې هم پرانیستلی شي.

د پاکستان کرکټ بورډ د څو کالو راهیسې کوښښ کوي چې پاکستان کې په پوره ډول د نړیوال کرکټ لپاره دروازې پرانیزي خو د ۲۰۰۹ کال په لاهور ښار کې په سریلانکا لوبډلې باندې د شوې حملې له امله هیڅ کوم نړیواله لوبډله پاکستان ته د راتلو زړه نه ښه کوي.

د یادونې وړ ده چې د همدې کوښښونو په پار روان کال د کرکټ نړیوالې شورا لخوا پاکستان ته د ورلډ الیون په نوم د دوه شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله راستولې شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x