د نن سرلیکنه

د ناورین د پایته رسولو لپاره د لنډمهاله حکومت د جوړولو طرحه-سرمقاله

نن ټکی اسیا-سرمقاله: د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو له ټاکنو پوره دوې اونۍ وروسته هم لا د هغو پایلې مبهمې او کاندیدان یې نه د قسمي اعلان شویو پایلو له نتیجو څخه ډاډه ښکاري او نه هم په خپل منځ کې د راتلونکي حکومت په سر یوه نهايي جوړ جوجاړي ته د رسیدو امکانات ویني.

د ټاکنو د قسمي پایلو له اعلانه سمدستي وروسته کابل ته د امریکايي چارواکو د ګرمو سفرونو لړۍ پیل شوه او همدارازخپله کابل میشتي غربي سفارتکاران او د ځینو سیمه ییزو هیوادونو استخباراتي حلقات ټول په خوځښت شول تر څو له کرزي وروسته د هغه د ادارې په عوض داسې بدیل رامنځته کړې چې وکړای شي د دوی د مصالحو تحفظ وکړي.

د همدغې طرحې د عملي کولو لپاره لومړی ډاکټر زلمي خلیلزاد او عبدالستار سیرت او د هغوی دواړو په تعقیب بیا د امریکا د پارلمان مشر John Boehner دیوه اوه کسیزپلاوي په مشري کابل ته راغی او دلته یې له اړونده لوریو سره پټ اوښکاره ملاقاتونه پیل کړل.

په دې اړه ښاغلی عبدالستارسیرت په ننۍ خبري غونډې کې رسنیوته وویل چې په تېرو ١٣ کلونو کې نړيوالې ټولنې افغانستان ته بې ساري پاملرنه درلوده، خو له هغه څخه سمه استفاده ونه شوه او افغانستان لا هم په بحراني حالت کې دى اوس د دغه بحراني وضعیت دپایته رسولو لپاره ایجاب کیږي چې یو لنډ مهاله اداره رامنځته شي، او له دې لارې مخکینۍ تشې ډکې، يو نوى سياسي نظام ایجاد او ورپسې سالمو او سمو ټاکنو ته زمينه مساعده شي.

ښاغلی سیرت ځکه د ایتلافي حکومت طرحه غوره بولي چې د ده په اند تیرې دورې چې پوره ۱۳ کاله وخت یې نیولی په هیواد کې د روان ناورين مخنيوى و نه کړای شو،نوکه نورهم دا ناورین ادامه پیداکوي په هیوادکې د کورنۍ جګړې احتمالات ورسره نورهم زیاتیږي.

د افغانستان د ناورین ختمولو لپاره د غربیانو جوړې شوې طرحې د ماشومانو هغو لوبوته ورته دې چې یو ئې د جوړولو اوبل یې په عین وخت کې د ورانولو په لټه کې وي. امریکایانو لومړی دبن په لومړي کانفرانس کې د حامد کرزي په مشرۍ د یوې لنډمهالې ادارې بنسټ کیښود چې د هغې په ترڅ کې منځمهاله او بیا دوه دورې د کرزي په مشرۍ منتخب حکومتونه رامنځته شو ل، د دغې طرحې په پلې کولو په لسګونوملیارده ډالر ولګول شول، تر ۴۰۰۰ زیات بهرنیان د هغې د احکام او حمایت لپاره قرباني شول تر ۲۰۰۰۰ زره زیات ژوبل شول، په لسګونوزره افغانان تلف شول … او په اخیرکې بیاهم خپله د غربیانو په اعتراف دغه نظام نه دناورین مخه ونیولی شوه اونه یې جګړه پایته ورسوله. اوس بیا د یوې بلې نامعلومې طرحې د جوړه ولو لپاره طراحې کیږي چې بیا به د هغې د پلي کولو لپاره همدومره وخت او همدومره امکانات کارول کیږي خو بیا به یې هم دانه وی معلومه چې د ناورین په له منځه وړلوکې به کوم اغیز ولري که خیر؟

تر ټاکنو له مخه هم ډیری سیاسي شنونکي په دې باور ول چې انتخاباتي پروسه د امریکایانو د یوې مخکې پلان شوې طرحې په حیث په داسې توګه ترسره کیږي چې په هغې کې به د افغانانو کارول شویو رایوته هیڅ اعتبار نه ورکول کیږي، اوس چې د ښاغلی سیرت لخوا د ټاکنو د پایلو تر اعلان له مخه د لنډمهالې ادارې جوړول مطرح کیږي دې کار عملا وښودله چې ریښتیاهم هماغه باور اونظر پرځای وه او انتخابات له خپلو ټولو غورځو پرځوسره هسي د امریکايي ډرامې یو نمایش وه چې د تش په نامه کاندیدانو په لوبغاړیتوب سره نندارې ته وړاندې شو او نور د افغانانو د لانجې د هواري پکې هیڅ څرک نه ترسترګو کیږي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x