fbpx

مرسي په زندان کې د ترور له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په مصر کې «د حقوقو او ازادیو د همغږۍ سازمان» ویلي چې داسې اسناد یې تر ګوتو کړي چې پخوانی ولسمشر محمد مرسي په زندان کې قصدا له روغتیايي خدماتو بې برخې ګرځیدلی او د ترور له ګواښ سره مخ دی.

یاد سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دې وروستیو کې د مرسي د مرموزې وژنې کوښښ روان دی او له همدې امله نوموړي ته ناوړه او غیر صحي خوراکونه ورکول کیږي.

دغه سازمان زیاتوي چې د شکر او فشار د ناروغیو له کبله د مرسي د سترګو دید دومره کمزوری شوی چې کیڼه سترګه یې په ړندې حساب ده.

تېره میاشت د اخوان المسلمین ګوند هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې د مرسي په ګډون د دغه ګوند لوړپوړي چارواکي په زندان کې د قصدي وژنې له ګواښ سره مخ دي.

محمد مرسي په ۲۰۱۳ کال د جنرال عبدالفتاح سیسي په مشرۍ د یوې پوځي کودتا په نتیجه کې له واکه ګوښه او په بېلابېلو تورونو زنداني شو.

دوه اونۍ وړاندې ښاغلي مرسي د خپلې محاکمې ناستې ته وویل چې روغتیايي حالت یې ورځ تر بلې خرابیږي، کیڼه سترګه یې عملیاتو ته اړتیا لري او په ژمي کې پرې دید نه شي کولی. نوموړي غوښتنه وکړه چې د علاج لپاره په خپل شخصي لګښت روغتون ته ولیږدول شي. خو محکمې يې غوښتنه رد کړه.

تېره میاشت د ښاغلي مرسي یو غږیز کلیپ رسنیز شو چې د محاکمې له بې عدالتۍ یې شکایت کړی و او ویلي یې و چې له څو میاشتو راهیسې یې خپل مدافع وکیلان نه دي لیدلي، د محاکمې له بهیره ناخبره دی، د محکمې د تالار په داسې خونه کې کښینول کیږي چې نه څوک ویني او نه د چا غږ اوري. د هغه په وینا، د محاکمې ناستې ته په نمایشي ډول راوړل کیږي او د ده په شتون کې یې غایبانه محاکمه روانه ده.

په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند هم تاییدوي چې د زنداني مشرانو حقوق یې تر پښو لاندې کیږي او د یو منظم پلان له مخې يې د قصدي وژنو دسیسه روانه ده.

نوموړي ګوند په ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري سازمانونو غږ کړی چې د ښاغلي مرسي او نورو اخواني مشرانو د ژوند د ژغورلو لپاره بیړني ګامونه واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د