fbpx
مولانا عبدالصبور

مولانا صبور: د تباهۍ پر لور د امریکا سفر ګړندی شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د جمعیت اصلاح مخکښ مشر مولانا عبدالصبور پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې امریکا د خپلې تباهۍ پر لور سفر پیل کړی او دعا یې کړي چې الله تعالی دي « د شوروي غوندي تباه او برباد کړي».

نوموړي دغه خبرې د هغه پرمختګ په غبرګون کړی چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ څخه په یوه وینا کې د اسرائیل پلازمینه د فلسطین قدس ښار وباله.

مولانا صبور لیکلي چې یهودان د نړۍ له یوه ګوټ او بل ګوټ څخه را غونډ کړای شول او بیا فلسطین ورته په زور او تزویر وسپارل شو او دادی اوس یې د قدس شریف مبارک ښار او مسجد هم د هغوی په ولکه کې ورکړ او پلازمینه یې ورته جوړه کړه چې دا کار دی په کلکه غندي او د انسانیت په خیر یې نه ګڼي، ځکه چې په وینا یې د نړۍ امنیت به نور هم مخ پر خرابېدو شي.

مولانا صبور همداراز ویلي چې د «هر ظالم او جابر ته الله تعالی تر يوه حده صبر کوي، کله چې د هغوي ظلم، کبر او سرکشي ډېره شي بيا يې الله تعالی تباه کوي، د امريکا او متحدينو ظلم يې هم له حده واوښت ، د چا عزت، ابرو، مال او سر ترېنه په امن کښې نه دی. ان شاء الله د دې طاغوت تباهي هم ډېره نژدې شوېده. أليس الصبح بقريب ؟».

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زه سره د دی چه مولانا صاحب صبور او ټول جمیعت اصلاح ته یی لرم ، یادونه کوم کافی نه ده چه د بی طرفۍ له سیاسته رابیرون شي په ورځ د قیامت الله ج ته د بیطرفۍ ځواب نه شی وړاندی کولی ، طالبان هم ستاسی په شان بدنونه ، اولادونه او غوښتنی لری ، تاسی د یو څو حزبیانو د شتون له امله بیطرفی ځکه کوله چه ګلیدین صاحب قومانده وه ، فکر کوم هغوبه مو د جهنم له اوره ونه ژغوری . حالات ورځ له بلی ترینګلی کیږی ، همدغه طالبان دی چه تاسی په ارامه مساجدو… نور لوستل »