Killed.Father-Sister-in-law.qta

زوم، خسر او خوښينه ووژل

نن ټکی آسیا: نن شنبه، ماښام څه باندې اته بجې د کوټې ښار په شالدره سېمه کې د حاجي غیبي چوک سره خوا کې یوه زوم پر خپل خسر او خوښينه ډزې وکړې او دواړه یې ځای پر ځای ووژل ،قاتل له پېښي سمدستې وروسته په تېښه بریالی شوی.

ویل کېږي، چې عادل نومي زوم له خپل خسر ممتاز او خوښینې ثانیې سره تر شخړې وروسته، پر دواړو ډزې وکړې او ويې وژل.
د کوټې ښار پولیس وايي، چې د پېښي په تړاو یې د قاتل پلټنه پيل کړې او د مړیو جسدونه یې له لومړنیو طبي ازموینو وروسته بېرته خپلو-خپلوانو ته سپارلي.
د کوټې ښار پولیس د پېيښي انګېزه کورنی تاوتریخوالی په ګوته کوي. خو دا لا نه ده جوته، چې آیا زوم د خسرګنۍ له کوره خپله ناوې کور ته وړې او که نه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د