ورزش

کرېکټ: آیرلینډ افغانستان ته په ۵۱ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ په یوه ورځینۍ لوبه کې افغانستان په ۵۱ منډې ماتې وخوړه.

لوبه کې پچه آیرلینډ وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه چې ښه ثابته شوه، او په پوره پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۱ منډې جوړې کړې.

د آیرلینډ لخوا سټرلینګ ۸۲ او ډوکرل ۶۲ چټکې منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د افغانستان لخوا دولت ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، راشد خان او محمد نبي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبغاړي د ټاکلي هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل او ټول لوبغاړي یې په ۴۵/۲ اورونو کې د ۲۲۰ منډو په جوړولو وسوځیدل.

ددوی لخوا غوره توپ وهنه جاوید احمدي وکړه او ۴۸ منډې یې جوړې کړې، همدارنګه احسان الله ۲۰ رحمت شاه ۳۲ ناصر جمال ۲۵ او محمد نبي ۲۹ منډې جوړې کړې.

د آیرلینډ لخوا بیري میکرټي د افغانستان ۵ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د آیرلینډ او افغانستان تر منځ سیالۍ ۱-۱ برابرې شوې، او راتلونکې لوبه/پایلوبه به د یکشنبې په ورځ په شارجه نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x