نړۍ

امریکايي لیکوال: سعودي د ایران ضد جګړې لپاره بیت المقدس قرباني کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ټي ار ټي ورلډ ويبپاڼې د امریکايي څېړونکي خبريال کلايټون سويشر لیکنه خپره کړې چې په کښي راغلي، سعودي د تهران پر ضد د جګړې لپاره بیت المقدس قرباني کړ.

د کلايټون سويشر په مقاله کې راغلي، متحده ایالتونو او د هغوی عرب متحدينو د اسرائيلو د پراختيا لپاره لاره هواره کړه، تر دې، چې اسرائيل په بشپړه توګه پر فلسطين واکمن شي او فلسطين يې د دې لپاره د خپلو ګټو قرباني کړ، چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائيلو ملاتړ ورخپل کړي.

ليکوال زياتوي: «موږ اوس دې وضعيت ته رسېدلي يو، چې بیت المقدس په رڼا ورځ غصب شو، القدس ولاړ، خو انفجار نه، بلکې په توطئيې سره، په داسې حال کې، چې د عربو ديکتاتورو چارواکو د اسرائيلو او امريکا په زړه د ځای پيدا کولو په بدل کې بیت المقدس قرباني کړي.»

سويشر مخکې ليکلي: «د ساري په توګه به سعودي ياد کړو، چې بالفرض دوی د حرمينو خادمان دي د سعودي دېرش کلن وليعهد محمد بن سلمان هغه ضدي انسان دی، چې خپل خيالي صحرايي ښار ورته له هر جوماته غوره ښکاري په کوم کې چې يې تر اوسه قدم هم نه دی ايښی.» (بن سلمان اراده لري چې یو نوی عصري ښار په سعودي کې جوړ کړي).

ليکوال مخکې وايي، چې د خليج عربان د غرب پلوو ماډرانانو او منځلارو مشرانو له کړنو شکايتونه کوي، د ساري په توګه محمد بن سلمان، چې غربیان ورته «ام بي ایس» وايي، د ايکس باکس (Xbox) پر ویډیويي لوبو تربیه شوي او پر هغو معلوماتو باور کوي، چې د دوی چاپلوس او ذلیل سلاکاران يې ورکوي (د ماکینزي په نامه د مشورې ورکولو شرکت) او له اسلامي تاريخه سوچ ناخبره او جاهلان ورته ځان تاریخ پوهان او اسلام پوهان معرفي کوي.

سويشر وايي: «دا ډېره اسانه ده، چې ته د محمد بن سلمان په اړه فکر وکړې، چې هغه په خپل يوه قصر کې له تسبو سره پلن ناست دی او د هغه څه په اړه د ”هو” سر ښوروي، څه چې د ټرمپ زوم او سلاکار جاريد کوشنر د سهار په لومړنيو ساعتونو کې وايي او د دوی ټوله سودا هم د فلسطيني خاورې پر اسرائيلو د پلورلو وي او ته به د سعودي، امریکا، امريکا او اسرائيلو ګډ ائتلاف د ایران پر ضد څنګه ارزوي او پايله به يې دا وي، چې د محمد بن سلمان د کورنۍ واک راتلونکي څو کلونه خوندي شي او د شاهي کورنۍ هر غړی بايد په دې لارې کې ښه شتمن وي.»

کلايټون سویشر زیاتوي: «په لنډه توګه به ووايو، چې سعوديانو او اماراتيانو د څېړنيزو مرکزونو هغه څېړنې تائيد کړي، چې سعودي او امارات د اسرائيلو ملاتړي دي، د دوی تر ډېره سترګې د ایران پر لور دي او اوس ورته بیت المقدس اهميت نه لري.»

ليکوال مخکې ليکلي، چې د اسرائيلي ښکېلاک له پراختيا او د فلسطينيانو د کړاوونو له زياتېدو سره سعوديانو پرېکړه وکړه، چې په څرګنده اسرائيلو ته ځان نږدې کړي او له دې لارې به له امریکايي کانګريس څخه هم باور تر لاسه کړي، چې دغه اغېز يوازې اسرائیل لرلی شي.

سويشر وايي: «هغه څه واوره، چې په واشنګټن کې د اماراتيانو سفير يوسف العتيبه ويلي دي. هغه وايي، چې هېواد يې په عربي نړۍ کې (ځواکمن بې دينه، پرمختللی او ثابت حکومتونه) غواړي. سعودي او امارات ځانونه تر ټولو وړاندې بولي او خپل حکومتونه د منځلارۍ پر لوري نمونې بولي او دغه دواړه هېوادونه په دې هم نه پوهېږي، چې امریکا او اسرائيل په خپله له منځلارۍ د سخت دريځۍ پر لور روان دي او ټرمپ د اسلام ضد په خپلو هڅو کې بريالی شو.»

ليکوال وايي، چې هر څه د لمر په څېر روښانه دي، چې امریکا کې پر مسلمانانو د بنديزونو خبر راپورته شو او عربي هېوادونو يې هېڅ مخالفت ونه کړ، په ټاکنيزو سياليو کې پر اسلام او مسلمانانو توندې نيوکې وشوې، خو سعودي چارواکو ټرمپ له خپلې ټولو چارواکو سره رياض ته وروغوښت، هلته يې ښه ونازاوه، نو د دې معنا همدا کېدای شي، چې په عربو کې «سړي» نه دي پاتې. له تېرو څو کلونو راهيسې، چې په فلسطين کې د ځايي مسلمانانو ستراتيژيکه بېخ کندنه روانه ده، مسلمانان له خپلو کورونو وېستل کېږي، د يهودانو ابادۍ ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي او اسرائيلو د امریکا په ملاتړ بیت المقدس ونيو، خو عربانو هم خپل هغه تاريخ هېر کړی، چې په ۱۹۷۳ م کال کې عربي ځواکونو د اسرائيلو له پوزو وينې روانې کړې وې او هغوی يې اړ کړل، چې د سيناء او جولان له غرونو په شا شي؛ د دې ټولو لامل د عربو يووالی او نفتو قوت وو، چې د عربو ملا يې ور ټينګه کړې وه.

ليکوال وايي: «دغه دی ۲۰۱۷ کال نور په ختمېدو دی، خو عربان تر اوسه په هېڅ نه دي سره سلا شوي، سعودي او امارات هڅه کوي، چې نړۍ په دې قانع کړي، چې قطر او الجزيره د سيمې لپاره ستر ګواښ دي، خو په عين وخت کې يې له اسرائیلو سره د روغې جوړې چارې روانې کړي او خپل فلسطيني وروڼه او خوندې يې هېرې کړي دي، مصر او اردن هم هڅه کوي، چې له اسرائيلو سره په داسې حال کې اړيکه وساتي، چې ولسونه يې ونه پارېږي او دواړه هېوادونه هيله لري، چې اسرائيل څه کوي، د دوی لپاره کوم مسؤوليت په کې نه دی متوجه.»

کلايټون سويشر پوښتنه کوي: «له دې ټولو وروسته عربان امریکا ته رشوتونه ورکوي، چې دوی په سيمه کې له اسرائيلو سره ګډ خوندي ژوند وکړي. نو دغو ديکتاتورانو ته به دا وسلې او مرستې څوک ورکوي، تر څو دوی د خپلو ولسونو ټولوژنه پرې وکړي.»

ليکوال وايي: «دا هر څه موږ د ایران لور ته بيايي. په سيمه کې حالات داسې دي، چې هر لوری د جګړې چمتووالی نيسي، په ځانګړې توګه د علي عبدالله صالح له وژل کېدو وروسته، سعوديان، امریکايان، اماراتيان او اسرائيل د بلک واټر په مرسته د ایران پر ضد جګړې ته تياری کوي او دوی به تر ټولو وړاندې د اسرائيلو پر جنګي الوتکو او بلک واټر باور وکړي او دا به د ټرمپ مرسته وي له دوی سره.»

سويشر زياتوي: «دا اړينه نه ده، چې متحده ايالتونه د ایران د وکيلانو پر وړاندې په عراق او سوريې کې نه دي درېدلي، خو دوی باور لري، که ایران او پلويان يې اوس د امریکا ګټو ته زيان ورسوي، نو امریکا به يې مخنیوی کوي.»

ليکوال وايي، چې له امريکا او اسرائيلو سره د اتحاد او د ایران ضد جګړې لپاره له بیت المقدس څخه بېزاري اړينه وه او د حیرانتيا خبره بيا دا ده، چې ایران اوس د قدس له قضيې دفاع کوي، له دغې خاليګاه به ګټه پورته کړي د عربو او نورو مسلمانانو په سترګو کې به خپله خواخوږي زياته کړي؛ ځکه د عربو چارواکو د نورو فسادونو سره د بیت المقدس سودا کول نه جبرانېدونکې جفا او ظلم دی.

ليکوال وايي: «د خواشينۍ ځای دا دی، چې نه به ټرمپ او نه به هم نيتنياهو پاتې وي، چې د دې اور لګولو لرې پايلې په خپلو سترګو وګوري.»

کلايټون سويشر د مقالې په پای کې ليکلي: « د سعودي له لوري د قومپالنې له خپرولو وروسته اوس دې ته اړتيا ويني، چې د خپلې ناکامې ايډيالوجي لپاره نوې لارې چارې ولټوي او هغه به دا وي، چې د يوه مسلمان وژنه د مقدساتو له دفاع څخه ډېره اړينه ده او بيت المقدس کېدای شي نور تر شا پرېښودل شي.»

ليکوال: کلايټون سويشر- څېړنيز ژورنالېست د «کمب ډيويډ حقيقت» او «فلسطيني پاڼې» کتابونو ليکوال دی، هغه امریکایی دی خو اوسمهال په قطر کې ژوند کوي او نړیوالو رسنیو ته لیکنې کوي.

سرچینه: ټي آر ټي ورلډ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرافع مېلمه

یهودان او د ټرمپ رزیله و شیطان پرسته قوم اوس د میډیا له لاری هڅه کوي چي د بیت المقدس د غصب مجرمین سعودیان یا نور عیاش عرب معرفي کړي او دوي د جرم پېټی له خپلو اوږو ښکته کړي.. زما په آند عرب عیاش ملامت دي لاکن د ظلم بربریت او وحشت داړه مار ټرمپ او د دوي امریکایان دي… د کوم سړي مرکه چي تاسو ژباړلي هغه ته هم د یهودو شیطان پرستو له لوری پلان ورکړ شوی چي داسي به وایی. له همدي کبله له مسلمانو هوښیارو میډیاوو څخه هیله کیږي چي د قضيي اصلي طرف ته… نور لوستل »

عبد

تہ خو هم عجیبه خبری کوے,ولے دسعودی دغه عیاش نه وینی چه سرنگی دغلو درم ته هارونه اچوی،اسلام پالو باندی لکه حماس او اخوان باندي او دیوسف قرضاو ی غوندي نابغه باندي دتروریزم تاپي لگوی،دهشت گردئ خلاف جنگ هو کوی خو چي زما او ستا غوندي بي اسري باندي چر ورزی ،ددوی دایمان پته به هله اولگی چه ریاستی دهشت گردی سوک کوی بیادهغوی مقابله اوکری.

الجاج استاذ بیانزی

میلمه صاحب ، ستاسی تبصره هم د یوی زاویی له مخی وزن لری لوی دجالان د خپل دجالی حیثیت د ساتلو د پاره تل هڅی لری چه د خپلو لوی ناولتیاوو پړه په خبلو غلامانو وروتپی چه هغه تر ټولو لوی غلام یی اوس وخت د کی د سعودی عیاشی کورنی اخری زوی سلمان او د هغه زوی محمد بن سلمان دی . مګر مونږ ته اصلی کافر او هغه کافر چه نومونه یی د مسلمانانو دی یو شی او حتی دغه کفار چه نومونه یی د مسلمانانو دی زیات ضرر ځکه رسولی شی چه مسلمانان ورباندی د مسلمانی خیال… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x