افغانستان

ولسمشر کرزي په کندهار کې د امریکايي عسکرو د زندان د تړلو امر وکړ

نن ټکی آسیا: نن شنبه، ولسمشر کرزي په یوه کم ساري اقدام کې په کندهار هوایې ډګر کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د زندان د تړلو او پکې د پرتو زندانیانو د دوسیو د څېړلو حکم وکړ.

د چارو د ادارې له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي په کندهار هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو ستر زندان چې په هېواد کې له بګرام وروسته د بهرنیو عسکرو دوهم ستر زندان هم بلل کېږي او د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له لورې د افغانستان له نیونې راهیسې پکې ګڼ شمېر افغانان شکنجه شوي ، ساتل شوي او ډېری نور یې ترې په کیوبا کې د ګوانتنامو زندان ته لېږدول شوي د ژر تر ژره تړلو او په دې باب د لا زیاتو توضیحاتو او معلوماتو د موندلو او د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره یو لوړ پوړی هئیت ته دنده سپارلې.
د کرزي له لورې په موظف شوي هئیت کې عبدالکریم قانت، د بګرام د زندانیانو د دوسیو د څېړلو د کمیټې رئیس او غړی عبدالشکور دادرس،برید جنرال انور شاه او د ملي دفاع وزارت د نظامي پولیسو قوماندان تورنجنرال غلام فاروق بارکزی شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد پلاوی ته دنده ورکول شوې،چې د دغه زندان د موجودیت د څرنګوالي،د زندانیانو د وضعیت او حالت او همداراز د یاد زندان د بندیانو د خلاصون او یا بل زندان ته د لېږدولو پر لارو-چارو غور وکړي او په دې باب چټک اقدامات واخلي او وروسته بیا په لنډ وخت کې خپل ګزارش ولسمشر ته وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x