fbpx

د بیت المقدس برخلیک

جانان خدرخېل

د ستړي ژوندانۀ د یوې ستړې ورځې غمجن سهار داسې پیلوم چې سترګې مې په یوه ټکان ورکونکي خبر لګېږي، هغه دا چې: د نړۍ سترو ترورستانو (امریکا) بیت المقدس رسماً د اشغالګرو (اسرائیلو) د پلازمېنې په توګه ومانۀ.

زۀ چې خپله د یوه اشغال شوي هېواد اوسېدونکی یم او خپل قام مې د بې کورۍ، در به درۍ، لوږې، کډوالۍ په حال او د یرغلګرو په پنجو کې ژوند کوي نو د قدس شریف په حال پرته لۀ ژړا او خفګان څرګندولو څه کولی شم!؟

زما چې خپله نیم وجود بېل دی او د خپل پرېکړي بدن ټوټې ته هم د بل په خوښه او اجازه ورځم نو زۀ به د بیت المقدس پوښتنه څنګه وکړای شم!؟ دا یو حقیقت دی چې اسلام پولې او سرحدونه نلري نو نن مسلم امت د چا د لاسه پولې پولې او ټوټې ټوټې دی!؟ چې حتي یو د بل غم هم نشي خوړلی او د که یې څوک خوري نو رټل کېږي او ورته ویل کېږي چې ستا هغۀ مسلمان ورور ستا په غم کله ژړلي دي!؟

زه وایم دا ټول کارونه د اسلام هغو قسم خوړلو دښمنانو وکړل چې مسلمان یې د زرو او واک په نشه کې په خپلو لاسونو کې ونیوو، په هغه یې بل مسلمان وټکوو او خپل هدف یې تر لاسه کړ؛ هغه قدس چې صلاح الدین ایوبي رحمه الله د وینو او خولو په تویولو ونیوو، بېرته د پلورل شوو مسلمانانو لخوا یهودو ته ډالۍ شو. ځینې خلک د عربو خبره کوي او وایي چې: عرب پوه شه او فلسطین/بیت المقدس یې، خو دوی دا هېر کړي دي چې زموږ دین عربان نه دي او نه بیت المقدس د عربانو دی؛ زموږ دین اسلام دی او بیت المقدس د مسلمانانو اوله قبله او شریک میراث دی، که عرب بې غیرته دی او خپل میراث د دښمن په ناولو قدمونو کې ږدي نو ته کومې بلا خوړلی یې چې له خپل حقه تېرېږې!؟ کۀ خبره د عربانو وي نو صلاح الدین ایوبي په وخت کې تر ټولو زیات غدار او ایمان پلورونکي مسلمانان هم عربان و، خو بیاهم بیت المقدس هدف و او د ګټلو لپاره یې د عرب او عجم مجاهدینو لخوا سپېڅلې مبارزه کېدله، زه پوهېږم چې زموږ ژړا د قدس شریف د فتح لپاره وسله او وسیله نه ده او نه ژړا د نارینتوب کار دی، خو په دې کې هم شک نشته چې دا ژړا د لږ ذره ایمان او درد نخښه خامخا ده او په دې شکر ایستل په کار دي، خو څوک چې د دومره ژړا او خفګان څرګندولو ایمان هم نلري نو د هغوی په حال افسوس په کار دی او له داسې مسلمانه به د څه شي ګیله وشي!؟ بیت المقدس آزادول زموږ په څېر د کمزورو ایمانونو والا مسلمانانو کار نۀ دی؛ د دې عظیم کار او ویاړ لپاره به څښتن تعالي خپل ځانګړی لښکر او یو بل ایوبي ساتلی او ټاکلی وي او دا افتخار به د هغو په برخه وي چې قدس شریف به نیسي او د اقصی په جومات کې به د آزادۍ آذان کوي، خو نن ستا ایمان تلل کېږي چې ته د څومره ایمان خاوند یې!؟ آیا د عیاشو عربانو په څېر یې چې د سوریې جګړې ته له دې امله خوښ و چې د سوریه یانو ښځې ښایسته دي د جګړې له امله به مهاجرې او موږ (عربانو) ته اړې شي او موږ به خپل جنسي خواهشات پوره کوو او که نه ستا ایمان داسې دی چې ته د فلسطین په مظلومو خلکو او د قدس شریف په محکومیت خفه یې!؟ زه خو له خپلو ځینو وطنوالو هیڅ ګیله نه کوم او هغه ځکه چې دوی په خپل وطن کوم ننګ کړی دی چې دوی به یې په بیت المقدس وکړي!؟ دوی خو دلته اشغال ته دلایل تراشي نو د زرونو کیلو میټره لرې خاورې به څه پروا ګیر شي!؟ هغوی چې د ملت پالنې، سمت پالنې او قومپالنې په کوچنیو کړیو کې نښتي دي هغوی همدې خپل شعار کې کله صادق دي او څه توره یې کړې ده چې سړی دې ترې د لویې قربانۍ هیله ولري!؟ صلاح الدین ایوبي تر هر څه لومړی د سني او شیع تر منځ یووالی راووست او بیا یې خپله مبارزه ګړندۍ کړه، خو موږ چې د سني، شیع، وهابي، پنج پیري، برېلوي، حنفي او… په کړیو کې ځانونه ننه ایستي او یو بل ته د مرګ تر حده په کمین کې ناست یو نو مسلمه امت ته به زموږ کوم خیر ورسېږي!؟ هغوی چې د پښتو او فارسي په شړیو کې ځانونه پټ کړي او له دې ورهاخوا ورته هر څه کفر ښکاري نو هغوی به اسلام ته کوم خدمت وکړي!؟ حال دا چې خپلې ژبې ته یې هم هیڅ نه دي کړي.

تر څو چې مسلمان د مسلمان هېواد ته په پاسپورټ داخلېږي او هلته پردی بلل کېږي نو تر هغو به د اقصی آزادي او د بیت المقدس فتح هسې یو خوب او خیال وي، د هېوادونو پولې به یوازې د یو چا د مسئولیت ساحه وه او قوم به د یو چا د تشخیص او پېژنګلوی نښه وه نو ځکه مسلمان سرلوړی او پیاوړی و خو کله چې دا شیان له منځه لاړل نو د مسلمان برم هم ورسره ختم شو.

کۀ د عرب شیخانو په تمه مسلمان کېني نو دا مطلب چې هیڅ هم نه غواړي؛ درې کاله کېږي چې عرب اتحاد یمن کې په یوې کوچنۍ ډلې (حوثي یاغیانو) بمبار کوي خو تر اوسه یې هیڅ لاسته راوړنه نده لرلې، سړی حیران شي چې دوی بمونه وروي او که ګلونه، نو داسې اتحاد به د اسرائیلو غوندې اټومي ځواک څنګه له پښو وغورځوي او څنګه به یې مقابله وکړي!؟ هدف دا دی چې د هغوی ایمانونه تر دې حده کمزوري دي چې له دومره ډېروالي، پراخ نفوذ او نفوس، قوي اقتصاد او د جغرافیوي موقعیت له مناسبوالي سره سره بیاهم په هیڅ او نشت حساب دي؛ له همدې امله بیت المقدس د عربانو تر څنګ عجمي مسلمانانو ته هم اړتیا لري چې په ننګ یې ودرېږي، خو دا چې څوک، څومره او څنګه ننګ ورباندې کېږي!؟ دا به نو وخت ثابتوي او نړۍ به یو بل ایوبي او له هغه سره د لکونو ځوانانو مجاهدینو یو پاک لښکر د قدس شریف د ازادۍ او په دې لاره کې قربانۍ ته وړاندې کوي ان شاءالله.

جانان خدرخېل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د