نړۍ

ټرمپ فخر کوي: ما خپله وعده عملي کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکې ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر اکاونټ یوه ویډیو خپره کړې چې په کښي د امریکې پخواني ولسمشران یهودانو ته وعدې ورکوي چې د امریکې سفارت به د تل ابیب څخه قدس شریف ته انتقالوي خو وروسته یې عملي نه کړي، خو ټرمپ خپله وعده هم ښکاره کوي او بیا یې عملي کول هم ښکاره کوي.

ددې تر مخه بیل کلنټون، بیا جورج ډبلیو بوش او بیا باراک اوباما بیت المقدس ته د خپل سفارت د انتقال وعده کړې وه خو یوه هم دا کار په عمل کې ونه کړ.

ټرمپ تېره چهارشنبه وویل چې اوس هم ددوی هیواد ډېر ځنډ کړی چې بیت المقدس یې د اسرائیل پلازمینه نه ده اعلان کړې، باید ډېر مخکي دا کار شوی او زیاته یې کړه چې ما ټول اړخونه وسنجول او دې قناعت ته ورسیدم چې باید دغه کار وکړم ځکه چې په همدې کې د امریکې مصلحت دی.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نوموړي په اړه ویلي چې یهودي ولس به کله هم ټرمپ هېر نه کړي بلکې د ابد لپاره به یې یاد وساتي.

د یادونې وړ ده چې د عربي هیوادونو په یوه سرمشریزه غونډه کې چې په کال ۲۰۰۸ کې شوې، پرېکړه شوي وه، که چیري امریکا خپل سفارت د تل ابیب څخه قدس شریف ته انتقال کړي، دوی به د امریکا سره خپلې دیپلومایتکي اړیکې پرې کړي، خو اوس چې دا کار تر سره شو، ټولو هیوادونو تر غندنې ور تېره هیڅ عملي ګام اوچت نه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x