په شرعي اصــــطلاحاتو تیرۍ او په مسلمانانو دهغه اغـــــیزې| دوهم جزء

booksنوی اصطلاحات اوپه مسلمانانو دهغــــــو ناوړه اغیزې:

توری، اصطلاحات او جملی دتمدنی جګړو وسلی دی، دباطل تمدن او غیر انسانی اوټیټ تمدن یا بدعتی اوله اسلامه کوږ حالت د نابودولو او له هغو سره دمقابلی له پاره داصطلاحاتو سمون او دتورو سمه کارونه مهمه ده، ځکه خو داسلام په پیل کی رسول الله صلی الله علیه وسلم کوښښ کړی دی چی دجاهلیت نومونه تغیر کړی او هغه اصطلاحات له منځه یوسی په حدیثو کی په دی اړه پوره تفصیل پروت ده

لکه دعاصیی نوم په جمیله بدل شوی دا راز دځینی صحابه و نومونه لکه عبد شمس او داسی نور نومونه یی بدل کړی دی، داراز له دی جملی نه یی منعه کړی ده چی ویل کیدل به: مطرنا بنوء کذا وکذا یعنی فلانی ستوری پر موږ باران وکړ یالکه له خدایه پرته په بل شی دسوګند کولو چی په حدیث کی منعه راغلی ده.
توری او اصطلاحات ډیر مؤثر وی او پر اوریدونکی باندی اغیز کوی لکه موږ وویل دتمدنی جګړی وسله همدا توری او اصطلاحات دی دحق اوباطل په منځ کی دګډوډی له پاره همدا توری کارول کیږی په یوه حدیث شریف کی دوروستی زمانی په باره کی یوه وړاندوینه شوی ده دحدیث یوه برخه داسی ده :……….. ستقذف العرب قتلاهم الی البحر وستکون اللسان فیه احد من السیف یعنی عرب به خپل مړی بحرته وغورځوی اوپه دی جګړوکی به ژبه له توری نه ډیره تیره وی (پټه دی نه وی چی ددی حدیث مخرج ندی راته معلوم) داد ژبی دتیره والی دحالت نن موږ شاهدان یو نن چی کومه جګړه په میډیا وار سره یادیږی هغه له نظامی بریدونو او تیریو نه ډیره سخته ده میډیا وار نور څه دی همدا دتیری ژبی چلول دی په قرانکریم کی په یوه ایت کی مسلمانانو ته دیهودو ، نصاراو اونورو مشرکینو له خوا دستونزو دایجادولو په لړکی وایی: لتبلون فی اموالکم وانفسکم ولتسمعن من الذین اوتوا الکتاب من قبلکم ومن الذین اشرکوا اذی کثیرا دلته که دلتسمعن توری ته ځیر شو هم خبره روښانه ده، اوریدل کیږی خو خبری او اصطلاحات او په دی کی شک نشته چی دداسی باطلو خبر او ناروا اصطلاحاتو په اوریدلو سره دمسلمان زړه ټوټه کیږی نو ددی راز په پیژندلو سره لویدیځوال هڅی کوی چی داسی اصطلاحات را منځته کړی چی هغه په یوه وخت دحق او باطل دواړو معناوی ولری

دا اصطلاحات اوس په لویديځه میډیا کی بیخی ډیری کارول کیږی او له مختلفو لارو یی دتعمیم او خپراوی هڅی کیږی دبیلګی له پاره دلته څو را اخلو او لنډی خبری پری کوو، لکه ددین نوی تعبیر او تجدید چی دوی یی په ماډریټ اسلام سره نوموی، دفقهی تجدید اوتطویر، اسلامی مساوات، دینی افراط ، درأیی ازادی اوداسی نور دا داسی اصطلاحات دی چی حق او باطل دواړه پکی نغښتی دی ددی اصطلاحاتو ځینی داسی دی چی دینی احکام له منځه وړی یا ددینی معتقداتو تنقیص پکی راځی اویا خو بیخی دین تغیروی او لویدیځوال تهذیب ترویجوی
دا د باطل او حق ګډوالی هغه ستر جرم ده چی قرانکریم په دی الفاظو رد کړی دی : ولا تلبسوا الحق بالباطل وتکتموا الحق وانتم تعلمون یعنی حق له باطل سره مه ګډوئ او مه یی پټوئ په داسی حال کی چی تاسو پوهیږئ ددین نوی تعبیر او تجدید یوه داسی اصطلاح ده چی حق او باطل دواړه پکی نغښتی دی موږ دتجدید دین اصطلاح له ډیر پخوا راهیسی پیژنو چی هغه دهغو شرعی احکام دښکارونی په معنا ده چی په خلکو کی کمزوری شوی وی او دمنکراتو او بدعتونو دله منځه وړلو کار ته د دین تجدید ویل کیدل، دأمت په تاریخ ددی ستر کار له پاره راپورته شوی خلک په مجددینو سره نومول شوی دی او دا اصطلاح له هغه نبوی حدیث نه اخیستل شوی چی وایی: ان الله یبعث لهذه الأمة علی رأس مائة سنة من یجدد لها دینها یعنی الله جل جلاله سل کاله وروسته دی أمت ته داسی څوک رالیږی چی دوی ته ددوی دین نوی کړی خو نن چی کومه نوی اصطلاح کارول کیږی داپه ظاهره له دی سپيڅلی اصطلاح سره یو شان مالومیږی او سطحی نظره خلک فکر کوی چی داخو سم او پرځای کار دی، خو اصلا داسی نده اوس خو ددین له نوی تعبیر او تجدید نه ددین تحریف مراد ده اوس خو له مسلمانانو غوښټل کیږی چی لویدیځوال ثقافت او تمدن سره له ټولو ښو او بدو ومنل شی او که په اسلام کی ددی تمدن په خلاف کوم شی وی هغه باید تغیر او تبدیل کړل شي، ددین دنوی تعبیر یا ماډریټ اسلام دشعار پورته کوونکی مطلب داده چی دلویدیځ تمدن ته دی غاړه کیښودل شی او دنوی زمانی چی کومی غوښتنی دی هغه باید ومنل شی او دقران تفسیر او دحدیثو تشریح باید له نویو میتودونو سره سمه تر سره شی، اونعوذ بالله دا د دین تحریف او بدلولو په معنا ده ددی مطلب داده چی سلفو او صحابه کرامو له اسلام نه کوم ډول تعبیر لاره هغه باید شا ته وغورځول شی او نوی تعبیر باید پیدا کړل شی نو دا اصطلاح له ظاهری سادګی سره په منځ کی دومره خبث او فساد لری چی ددی اصطلاح رامنځته کوونکی غواړی اسلام دعیسائیت اویهودیت په څیر تحریف کړی او دا دین د رواج او کلتور یوه برخه وګرځوی او کوم ژوندی والی او مسقل تمدن چی په دی دین کی پروت ده هغه خنثی کړل شی، یریدون لیطفؤا نور الله بافواههم ویأبی الله الا أن یتم نوره.
دا راز دفقهی دتطویر او تجدید هم په ظاهره مطلب داده چی باید فقه له معاصرو میتودونو سره سمه تدوین کړل شی خو حقیقت بل شی دی په مسلمانانو کی دترویج له پاره په ظاهره داسی ښودل کیږی، اساس موخه داده چی ځینی فقهی احکام تغیر کړل شی لکه جهاد او اسلامی ولاء او براء او داسی نور ډیر ځایه لیدل شوی او اوریدل شوی دی چی ویل کیږی باید په قرانکریم کی دجهاد په ایتونو کی ترمیم وکړل شی او دا غږ په اسلامی هیوادونو کی ځینی دکږو فکرونو خاوندانو پورته کړی دی بلکی په ځینی عربی هیوادونو کی داسی غوښتنی شوی دی چی دنصاب په دینی کتابونو کی چی دجهاد په اړه کوم ایتونه راغلی دی او یا د یهودو په مذمت کی کوم ایتونه راغلی هغه باید تغیر او یاحذف کړل شی، نعوذ بالله یوله دی واردو شویو اصطلاحاتو نه دا ده چی وایی اسلام دمساوات دین دی داخبره سمه نده، او دا هغه اصطلاح ده چی حق اوباطل دواړه پکی پراته دی په دی ځای کی سمه او مناسب داده چی وویل شی اسلام دعدل دین دی او هر مستحق ته یی خپل حق ورکړی دی، داسلامی مساوات په اصطلاح سره خو داسی ویل کیدلی شی چی نر او ښځه برابر دی، مسلمان او کافر برابر دی او داسی نور په اسلام کی ښځه او نر نه دی سره برابر بلکی اسلام داسی کړی دی چی ښځی ته یی خپل حقه حقوق ورکړی دی اونر ته یی خپل حقوق ورکړی دی ځکه خو په قرانکریم کی داسی ایت نشی پیدا کیدلی چی دتسویی امر پکی شوی وی لکه دعدل په باره کی چی ایتونه راغلی دی: ان الله یأمر بالعدل والاحسان…. او دا راز : واذا حکمتم بین الناس أن تحکموا بالعدل او لکه قرانکریم چی امر کوی : اعدلوا هو اقرب للتقوی او داسی نور.

دمشتبه تورو کارونه ناروا ده:

په قرانکریم کی مسلمانانو ته امر شوی دی چی تاسو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسی مه وایئ چی (راعنا) یا ایها الذین امنوا لاتقولو راعنا وقولوا انظرنا ددی ایت دنزول شالید داسی دی چی په مدینه منوره کی چی کوم یهود اوسیدل هغوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره سخته دښمنی لرله صحابه کرامو به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دخبرو په مهال داخبره هم کوله چی راعنا یعنی زموږ رعایت وکړه او دا رعنا توری په یهودو کی دښکنځل په معناو، نوهغوی چی کله دا توری له صحابه و نه واورید په خپلو کی یی وویل چی موږ په پټه رسول الله ته ښکنځل کوو راځئ اوس یی په ډاګه ورته کوو، نو هغوی به راغلل او له مسلمانانو سره به د رسول الله خوا ته کیناستل او ورته ویل به یی راعنا، په دی خبره سره به دوی خوشالیدل او په خپلوکی به یی سره خندل ددوی دا حالت سعد بن معاذ رضی الله عنه ولید اوهغه ددوی په ژبه پوهیدی نو ورته ویی ویل په تاسو دی دخدای لعنت وی ای یهودو زما دی پر خدای قسم وی که ستاسو له کوم یوه نه می بیا داخبره واوریدله زه به دهغه سر ووهم، او په دی موضوع کی دا لوړ ایت شریف نازل شو
مسلمانان هم ددی توری له کارولو نه منعه شول که څه هم هغوی داتوری دیوی عادی جملی په توګه کاراوه او هیڅ بده موخه یی نلرله خو مسلمانان له دی نه ځکه منعه کړل شول څو دیهودو دښکنځلو مخه ونیول شی،  امام القرطبی ددی ایت په تفسیر کی وایی : په دی ایت کی ددی خبری دلیل پروت دی چی باید له مشتبه تورو نه ځان وژغورل شی او هغه ونه کارول شی هغه توری چی په هغو کی تعریض اوغوږ وهنه یا دکوم شرعی امر تنقیص شتون ولری دهغو کارونه نارواده.
قاضی القضاة امام ابو السعود محمد بن محمد العمادی (۹۵۱هــ) په خپل تفسیر(ارشاد العقل السلیم الی مزایا القران الکریم) کی لیکی: په دی ایت شریف کی دیهودو بل جنایت ته اشاره شوی ده او مسلمانانو ته خطاب شوی دی څو دهغوی دا جنایت وپیژنی، دی لیکی چی کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو رضی الله عنهم ته خبری کولی او دالهی معرفت بیان به یی ورته کاوه نودوی به ورته ویل چی یا رسول الله راعنا یعنی زموږ رعایت وکړه موږ ته صبر وکړه چی ستا خبری یاد او زده کړو، وروسته امام ابوسعود هغه کیسه راخیستی چی دیهودو دجنایت تفصیل پکی بیان شوی دی او موږ مخکی بیان کړه، دی وایی : څرنګه چی د راعنا په جمله کی دیهودو دجنایت تلبیس شوی وی او هغه پکی پروت و نو مسلمانان له هغی جملی نه منعه کړل شول او الله جل جلاله امر ورته وکړ چی تاسو داسی جمله وکاروئ چی په همدی معناوی خودا تلبیس ونلری اوهغه د انظرنا جمله ده : وقولوا انظرنا.
له دا ډول اصطلاحاتو سره دسلفو چلــــــــــنـد:
کله چی دهارون الرشید دزوی مأمون الرشید دخلافت په زمانه کی یونانی فلسفه اوحکمت عربی ته وژباړل شو نو طبعا له هغه سره یونانی اصطلاحات هم را داخل شول اوهغه داسی اصطلاحات و چی حق اوباطل دواړه پکی پراته و، نو سلفو علماو هغه رد کړل او ان دهغو له تلفظ نه یی هم ډه ډه کوله، امام ابن تیمیه رحمة الله عليه په دی اړه لیکی: لویو امامانو به خلک دمبتدعینو د توریو او الفاظو له کارونی او استعمال نه منعه کول او له هغه مشتبه جملو نه چی حق او باطل دواړه پکی نغښتی وی، ځکه په دی سره په خلګو کی شکوک، اختلافات او فتنی پیداکیږی دا اصطلاحات لکه د الله له پاره دجسم وصف یا دجوهر او عرض اصطلاحات چی یونانی فلسفی رامنځته کړی وی، آن تردی پوری چی ویل کیږی امام احمد بن حنبل رحمه الله تعالی له ابو عیسی محمد بن عیسی برغوت سره په مناظره کی دنفی په صورت کی هم ددی اوصافو یادونه نه کوله بلکی ویل به یی: هو احد صمد لم یلد ولم یولد ولم یکن له کفوا احد دا راز دقدریه و دفتنی په وخت کی امام الاوزاعی رحمه الله خلګ دجبر له توری نه په مطلقه توګه منعه کول اوویل به یی چی داتوری په قران او حدیثوکی نشته بلکی یواځی داسی وایئ: ان الله یهدی من یشاء ویضل من یشاء.
لنډه داچی داسی مشتبه توری او اصطلاحات چی په هغو کی دحق اوباطل خلط او ګډوالی راغلی وی هغه شریعت منعه کړی دی او زموږ سلفو علماو دهغو له کارونی څخه ډه ډه کړی ده ځینی خلک به هغه ملایی مشهوره مقوله رامخته کړی چی وایی : لامشاحة فی الاصطلاح یعنی په اصطلاحاتو کی باید جنجال جوړ نکړل شی, موږ وایو دا مقوله نبوی حدیث نده چی داستدلال وړ وګرځی او بل دا چی دا هغه اصطلاحات دمشاحة او جنجال وړندی چی هغه واضحه اوروشانه معنی ولری او په داخل کی یی پسات او فتنه نه وی نغښتی، او زموږ تر بحث لاندی اصطلاحات خو دپسات او انحراف په موخه رامنځته شوی دی، له داسی خطرناکو اصطلاحاتو نه ځان خبرول او دهغو پیژندل دهر مسلمان وجیبه اومسؤلیت ده، لکه مخکی چی مو وویل ما ځینی دین پلوه لیکوالان او علماء لیدلی دی چی هغوی له دی اصطلاحاتو نه ځینی یی کاروی او فکر کوی چی په دی توګه نرمه ژبه کارول ددعوت له پاره موثره او اغیزمنه د،ه په دی کی شک نشته چی د دعوت له پاره نرمه ژبه ډیره مهمه او موثره ده او باید کوښښ وکړل شی چی له پوره نرم اسلوب نه کار واخیستل شی، خو داسی نه چی ددی نرمی له پاره له اصولو تیرشو له اصولو تیریدل او معتقداتو ته ضرر رسیدل دمنلو نه دی، په کوم شی کی چی شریعت څه ډول امر کړی وی مسلمان باید هغه ته غاړه کیږدی او له ځانه دمصلحت په لټه کی نشي.
والله اعلم وصلی الله علی سیدنا ونبینا محمد واله وصحبه وسلم

لیکنه: وزیر حامد



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.