ورزش

بي بي ایل: محمد نبي په بیګ بیش لیګ سیالیو کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې د افغانستان محمد نبي او د ویسټ انډیز کرن پولارډ د میلبورن رینیګیډز Melbourne Renegades لخوا واخیستل شول.

د استرالیا بیګ بیش سیالۍ به د روان ۲۰۱۷ کال په ۱۹ دیسمبر شروع او د راروان ۲۰۱۸ کال د فرورۍ میاشتې تر څلورمې دوام وکړي.

په یادو سیالیو کې اته لوبډلې (سیډني تهنډر، بریزبین هیټ، هوبارټ هوریکینز، میلبورن رینیګیډز، پرت سکورچر، سیډني سیکسرز او ایډليډ سټرایکرز) شاملې دي.

محمد نبي د افغانستان لخوا دوهم لوبغاړی دی چې په یاد لیګ سیالیو کې ګډون کوي، له دې مخکې راشد خان هم د ایډلیډ سټرایکرز لخوا اخیستل شوی دی.

د محمد نبي لوبډله به خپله لومړی لوبه د هوبارټ هوریکینز په وړاندې په ۲۱ دیسمبر ترسره کوي، خو له بل اړخه ویل کیږي چې د څو لوبو لوبولو وروسته به د محمد نبي پر ځای کرن پولارډ لوبه کې شامل شي.

محمد نبي او راشد خان چې د څو کلونو راهیسې په تجارتي سیالیو کې ښه لوبیږي د مالکانو توجه ځان ته جلب کړې ، له دې مخکې محمد نبي د هند، بنګلدیش، ویسټ انډیز، پاکستان او استرالیا تجارتي سیالیو کې ګډون کړی چې یو ښه آل راونډر ثابت شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x