ټولنیزه برخه

د ژوند مصـــروفیات /فیضاني

الحياةدژوند په اړه که فکر وکړو نو د کائناتو د مالک دخپل بنده لپاره ژوند تر هر څه نه غټ نعمت ده ، د همدې ژوند په وجه په دنیا کي یو له  بل سره خپلولي پیدا کیږي ، له مور ، پلار، اولاد ، اوتر ټولو زیات له خپل مالک سره خپلوي او تړاو ده ، ددنیا دغه خپلوۍ  ورو ورو په مخ رواني وي ترڅو په یوه کورنۍ  بدلي شې دکلونو په تیریدو بیا دا کورنۍ  پراخوالی پیدا کوي اوپه یوه قوم بدلیږي.

کله چي انسان وړوکی وي نو که څه هم له هغه سره د ادراک قوه موجوده نه وي خو بیا هم لیږ تر لیږه هغه دخپل وخت بادشاه وي ، هغه همیشه دخپل وسیع وخت څخه خوندونه اخلي ، خوري ، څښي ، اوبس وخت تیروي.

د انسان ژوند هغه وخت شروع شي کله چي هغه د مور په  نس کي  دنطفي په شکل وي ، بیا هغه نطفه  دغوښي یوه ټوټه تشکیل کړي ، بیا په هغه کي روح واچول شي ، دهغه هډوکي جوړ شي او بلاخیره په یو څو میاشتو کي تکمیل شي ، په دنیا کي له سترګو پرانستلو سره سم د حالاتو له پیښو سره جګړه شروع کړي ،کوم انسانان چې نړۍ ته سترګې غړوي یو شمېر پکې هغه هم وي چې په کوچنیتوب یاځوانۍ کې د نړۍ نه سترګې پټې کړي خو زیات شمېر د هغوانسانانوڅخه دي چې د خپل ژوند دري  مرحلې یانې ماشومتوب، ځواني او بوډاتوب په نړۍ کې تېر او بیا ترې آخرت ته سفر کوي  په  ماشومتوب کي دهغه کار صرف  لوبي  مستي  خندل او ژړل وي.

خو کله چي انسان ځوانۍ ته ورسیږي  نو سوچ او فکر يي د ژوند طرف ته مائله شي ، په زړه کي يي خواهشات موجونه شروع کړي ، هره شیبه په ژوند کي  دپرمختګ  دزینې په  لټه کي مصروفه وي ، او له همدې ځاي نه دهغه  د مصروفیاتو لړۍ پیل شې ، هغه  غواړي چي بس هر خواهش هره غوښتنه  دکومو د تکمیل لپاره چي شپه او ورځ لګیا وي  که په هره طریقه وي باید چي پوره شي ،همدغه وخت وي چي یو څوک دخپل ځان او د خپل راتلونکي لپاره په محنت کولو یو څه حاصله کړي.

کله چي دانسان واده وشي نو دژوند ضرورتونه نور هم زیات شي ، له دې حوالي څخه هوښیاران وايي ، له واده نه مخکي ستاسي خپل ژوند سل فیصده وي خو کله چي واده وشي نو ستاسي  ژوند پنځوس فیصده خپل پاته کیږي ، همدا رنګه  کله چي انسان دپلار په صفت وپیژندل شي نو خپل ژوند يي لس فیصده په خپل واک کي پاته کیږي.

د انسان ژوند ته  دا وړوکي اشاره په یو څو کرښو کي بیانول دومره اسانه نده مګر له حقیقت سره یو څه نژدي ده ، په ژوند کي هر قسمه لوړي او ځوري راځي  یا خو هیري شي او یا خو يي قبر له انسان څخه هیري کړې ، او په حقیقت کي همدا لوړي او ځوري  دانسان لپاره لمر او سیوری وي ، کچیري انسان ته خوشحالي او بس خوشحالي  نصیب شي نو بیا کیدایشي  چي انسان دغه خوشحالي په خوشحالي ونه ګڼي ترڅو چي هغه ته  کوم غم یا تکلیف پيښ نشي ، دغم راتګ د انسان په ژوند کي  انسان ته د ژوند حقیقي مقصد ور په ګوته کوي ، دمسلمان لپاره د مخالف طرف نه هوا دهغه د لوړ تګ لپاره راځي ،بلکل په همدې ډول مسلمان باید په ژوند کي راتلونکي مشکلاتوباندي صابره او وسي او دخپل مقصد حیات سره کوشان او له همت څخه کار واخلي ، په ژوند باندي د حالاتو له بدلیدو سره سره  ډیر ښه او بد اثرات پریوتي هم دي.

  مسلمان نن دخپل ژوند مقصد هیر کړی ده هغه مخکي څه  وو او اوس څه  ده ؟، ډیری مسلمانانو د ځواني عمر داسي غلطو کارونو ته وقف کړی ده چي کول خو يي څه کوې لیکل يي هم د یو چا لپاره شرم ده ، ایا چا دا سوچ او فکر کړی چي موږ دغه مختصرژوند  چیري ، څنګه ، او ولي تیروو ؟ د ژوند همیشه یو مقصد وي ایا موږ هغه پیژندلی ده ؟ نه تر اوسه پوري تا د هغو په اړه فکر هم نده کړی.

 ژوند د یو سپیڅلي هدف لپاره جوړول ضروري دي د مسلمان مسئولیت یواځې په عبادت او د مخلوق په خدمت نه پوره کېږي بلکې د ټولنې نه د بدیو د له منځه وړلو لپاره ورباندی په لاس ، ژبه او قلم جهاد کول هم ضروري دی. ددې لپاره چې ظلم ، وحشت ، جهالت ، بې انصافي ، خیانت  عدر ، رشوت ، سود ، فحاشي ، ماده پرستي ، غلا ، ژبني او سمتي تعصبات او نورې خرابۍ له منځه ولاړې شي نو د لوړو اخلاقو په بنسټونو ولاړ د عدل او انصاف ، حق او صداقت حاکمیت ضروري دی.

 نن که چیري مسلمان په ګمراه امتحان کي ناست د یو او بل څه سوچونه کوي نو چیري داسي نه چي سبا ناکامه شې.

دنیا او دا ژوند ډیر لوي دار الامتحان ده ، سبا د اخرت په ورځ  به ددې هر څه نتیجه راوځي نو هله به د خپل لیل ونهار اندازه معلومیږي چي موږ څه کول او اوس څه راوشول ، د همدې لپاره له نن څخه باید خپل ژوند دهغه مقصد لپاره وقف شي د کوم لپاره چي بني آدم پیدا شوی ده ، ددې لپاره اول قدم شرط ده ، کوم چا چي په خپل ځان کي د بدلون لپاره اول قدم واخست هغه به یقیناً کامیابیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x