افغانستان

کابل: دریمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د کابل ښار په درېیمې امنیتي حوزې کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق کور ته نږدې چاودنې شوې.

د عینو شاهدانو په وینا د پیښي قربانیان ملکي وګړي دي.

پېښه نن د جمعې په ورځ ماپښین ناوخته مهال رامنځته شوې.

په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

د چاودني نوعیت نه دی څرګند خو ځايي سرچيني وايي چاودنه د ګازو د ډبې له امله رامنځته شوې.

د برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

سیمه امنیتي ځواکونو کلا بنده کړې او د پیښي ځای ته د تګ را تګ مخنیوی یې کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x