نظــر

القدس او زمونږ ذمه واري

دکتور کفایت الله وردګ

د بیت المقدس معامله د کوم خاص قوم ، خاص ملت ، او خاصو خلکو ذمه واري نه ده دا د ټول عالم اسلام ذمه واري ده او یو لوی امانت دی چې الله تعالی یې ساتنه دې امت ته ور په غاړه کړې ده او دوی یې ورباندې مکلف کړی دي څرنګه چې مونږ مسلمانان یو د اسلام له نظره زمونږ هر یو غړی ذمه واري لري چې پدې اړه خپل مسئولیت درک کړي نو د یو مسلمان په صفت آیا مونږ خپله ذمه واري پوره کړې ده؟

آیا مونږ د بیت المقدس درد داسې محسوس کړی دی لکه زمونږ خپل درد چې وي؟

آیا چې کله مو واورېدل چې د بیت المقدس تر اشغال وروسته اوس په رسمي ډول هغه د یو کفری تش په نوم دولت مرکز اعلان شو زمونږ په زړه کې کومه څړیکه را تېره شوه؟

که کوم کسان پدې خبره دردمن شوي نه وي نو زما په نظر باید د خپل ایمان تجدید وکوي ، خپل ایمان د تازه کړي ، د خپل زړه علاج د وکوي ددې سره سره چې یو کس مسلمان وي او په زړه کې یې د داسې موضوع په آورېدو زړه درد ونه کولو ددې کس زړه بېمار دی او یا مړ دی .

مونږ چې ځان ته مسلمانان وایو نو پدې کې هېڅ شک نشته چې فلسطین زمونږ دی ، بیت المقدس زمونږ دی ، مسجد اقصی المبارک زمونږ دی په مونږ حق لري ، د قیامت په ورځ به له مونږ نه حق غواړي ، هرڅوک به له خپله اړخه ځوای ورکوي چې ددې حق په پوره کولو کې یې څه کړي وي؟

مونږ پدې حالاتو کې د بیت المقدس لپاره څه کولی شو؟

پدې خبره د هېڅوک خپل زړه مطمئن نه کړي چې زه به نو څه وکوم؟ پدې خبره د هېڅوک ځان ته دوکه ورنه کړي چې یره زه څه کولی شم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : په تاسې کې هرڅوک مسئولیت لري او لتاسې نه به د خپل مسئولیت په اړه پوښتنه کیږي له مونږ نه به دا پوښتنه نه کیږي چې تا ولې امریکا نه تباه کوله ؟

له مونږ نه به دا پوښتنه نه کیږي چې ته ولې بیت المقدس ته نه تلې او له هغه ځایه د اسرائیل ولې نه شړل ؟

بلکه له مونږ نه به په قیامت کې د هغه څه پوښتنه کیږي چې زمونږ په وس کې وي او مونږ یې پدې لاره کې مصرف نه کړو نو راځئ چې لږ خپر ګرېوان ته سر ښکته کړو او له خپل ځانه سره حساب وکوو چې پدې لاره کې مونږ څه کولی شو او څه مو کړي دي؟

مسلمانان د بیت المقدس لپاره څه کولی شي؟

د جهاد اعلان

هغه کسان چې په مسلمانانو کې مخور وي هغوی کولی شي د جهاد اعلان وکوي او خلک د بیت المقدس دفاع ته را وغواړي او د جهاد د اعلان همدا مناسب وخت دی زمونږ دیني او فقهي کتابونه وايي : چې کله د مسلمانانو له خاورې نه یوه لوېشت زمکه هم اشغال شی نو جهاد فرض عین شی پداسې توګه چې په هر مسلمان باندې فرض شی ، ښځه کولی شي د خاوند له اجازې پرته ، غلام د مالک له اجازې پرته ، زوی د مور پلار له اجازې پرته جهاد ته لاړ شي د جهاد دا حکم د مسلمانانو د یوې لوېشت زمکې د اشغال په وخت کې دی نو چې قضاوت زمونږ په لاس شي نو آیا دا یې وخت نه دی؟ په صحیح معنی د جهاد د اعلان وخت دی ، او هغه وخت دی چې جهاد په ټولو مسلمانانو باندې فرض عین دی نو کوم کسان چې په مسلمانانو کې حاکمان دي او د هغوی مشري په غاړه لري نو د هغوی مسئولیت دی چې د کفارو او د بیت المقدس د اشغالګرو په ضد د جهاد اعلان وکوي .

قربانی ورکول

هغه مسلمانان چې په وس کې یې وي هغوی باید د قربانی میدان ته وړاندې شي د خپلو وینو نذرانه ورکړي او هر کوښښ چې یې په وس کې وي باید په لاره یې واچوي چې په کومو هڅو باندې یې له مسلمانانو څخه زمکه اشغال کړې ده په هغه هڅو باندې بېرته را ګرځېدلی شي که د وینې په توئېدو یې نیولې ده صرف د وینې په تویېدو سره بېرته را ګرځېدلی شي او په همدې ډول باندې قرباني غواړي هغه وینه چې د اسلام په خاطر توئیږي د هغې وینې څاڅکی په هغه شیانو کې دی چې الله تعالی ته له بل هرشي څخه ګران دی ځکه هغه یوه قیمتي وینه ده .

د مال مصرف کول

هغه کسان چې پدې لاره کې د مال مصرف کولو وس الله تعالی ورکړی وی هغه د مصرف کړي ، له کومه وخته چې اسلام شروع شوی دی هر وخت داسې کسان پیدا کیږي چې د اسلام لپاره د خپلې وینې او خپل سر قرباني ورکوي نو اې هغه کسانو چې تاسې ته الله تعالی مال درکړی دی د مال قرباني د سر او وینې له قرباني څخه څو چنده اسانه ده ، هغه کسان چې دومره وس یې وي چې پدې لار کې له مجاهدینو سره مرسته وکوي نو ډېر قسمت به یې خراب وي چې نه یې کوي او که د چا دومره په وس کې نه وي نو لږ تر لږه دا خو به کولی شي چې لس ، شل ، پنځوس یا سل روپۍ د الله تعالی په نامه ددې لپاره خیرات کړي چې الله تعالی د مسلمانانو په حالت رحم وکوي او فلسطین د کفارو له ظلم نه خلاص شي.

وخت مصرف کول

مونږ هرڅوک پدې کې مصروف یو چې خپل کارونه وکوي او وخت نه لرو چې بغیر د کوم مالی عوض نه څه کار وکوو نو که مونږ خپل ګرېوان ته سر ښکته کړو نو لږ تر لږه دا خو کولی شو چې خپل یو څه وخت د الله تعالی په لاره کې مصرف کړو ؟ لږ تر لږه دا خو کولی شو چې د جهاد په نیت د هغه کسانو ملګرتیا وکوو چې هغوی د جهاد اواز پورته کوي ، په همدې فیسبوک کې خو هغه پوسټونه نشر کولی شو چې هغوی د جهاد ، اسلام ، حقانیت خبره کوي .

ژبه چلول

هغه کسان چې واعظان دي ، خطیبان دي ، امامان دي او داسې خلک دي چې خلک لري چې د دوی خبرې آوري که نور هېڅ نشي کولی هغو خلکو ته خو ویلی شي چې هغوی باید څه وکوي ، خپل تابعداران خلک خو دېته هڅولی شي چې باید پدې اړه څه وکوي او که څوک نشی کولی نو د خپل کور واړه خو پدې خبره پوه کولی شي چې (القدس لنا) بیت المقدس زمونږ حق دی او امریکایانو غصب کړی دی تاسې ورته د زړه له اخلاصه ښېرا وکوئ د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث دی چې فرمایی : خبر دار هر یو د تاسې ته رعیت ورکړل شوی دی او لتاسې هر یو نه به ستاسې درعیت په اړه پوښتنه کیږي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَلْسِنَتِكُمْ، وَأَنْفُسِكُمْ، وَأَمْوَالِكُمْ، وَأَيْدِيكُمْ. رواه أحمد وأبو داود

ترجمه : جهاد وکوئ له مشرکینو سره په خپلو ژبو سره ، په خپلو ځانونو سره ، په خپلو مالونو سره ، په خپلو لاسونو سره .

د خپل قلم چلول

هغه کسان چې لیکل کولی شی هغوی باید د بیت المقدس د دفاع لپاره خپل قلم را پورته کړي خپله مینه والو ته خپل احساسات ور ښکاره کړي ، هر لیکوال خپل مینه وال لري باید هغوی ته دا احساس ورکړي چې د بیت المقدس غصب کول داسې د ي لکه ستا شخصی زمکه چې کوم کافر غصب کړي ، لیکوال باید خپلو مینه والو ته احساس ورکړي چې دا درد درک کړي ، شاعران باید پدې اړه لیکنې وکوي ، خپل فن پدې لاره کې مصرف کړي ، د قیامت په ورځ به الله تعالی له مونږ نه ددې امانت د حق پوښتنه کوي باید هرڅوک له ځان سره د خپلې وسې ځواب یوسي دا چې د قیامت په ورځ له ما نه ، له تا نه او داسې له هرچا څخه پوښتنه وکوي چې په هغه وخت کې ته ژوندی وې چې بیت المقدس د اسرائیلو مرکز اعلان شو تا څه وکول؟ مونږ به څه جواب کوو؟

صرف دا چې زمونږ په وس کې څه شی نه وو … آیا دا ځواب به پوره شي؟؟

دعاء کول

که پورتني هېڅ کار مونږ نشو کولی نو لدې خو هېڅوک عذر نشی ویلی چې زه دعاء هم نشم کولی ، دعاء د مؤمن سلاح ده ، په دعاء سره مؤمن لوی لوی کارونه کولی شي ، که زمونږ په وس کې بل هېڅ شی نه وی باید خپل وخت مصرف کړو ، نفل وکوو او د زړه له اخلاصه بیت المقدس ته دعاء وکوو، خپلو ماشومانو ته دا رایه او نظریه ورکړو چې بیت المقدس زمونږ حق دی کفارو نیولی دی دعاء وکوئ چې الله تعالی د کفار هلاک کړي لدې سره ډېر څه کېدلی شي ، څه معلومه ده چې په ټوله دنیا کې الله تعالی ستا د ماشوم دعاء قبوله کړي ، ممکنه ده چې الله تعالی ستا د ماشوم لاسونه لدې برکت څخه ډک کړي ، دا چې د بیت المقدس آزادی لوی کار دی دا ما او تاته لوی ښکاره کیږي الله تعالی ته هېڅ کار لوی او مشکل نشته الله تعالی کولی شي د سترګو په رپ کې یې لدې نجسو څخه خلاصه کړي ، مسلمانان باید د خپل وخت قرباني ورکړي او بیت المقدس ته د زړه له کومې دعاء وکړي او دا هرڅوک کولی شي زه به صرف دا ووایم چې (یا الله کفارو ستا په مؤمنو بندګانو ظلم شروع کړی دی ته یې د زمکې له مخ نه پناه کړې او د مسلمانانو هغه دعا ګانې قبولې کړې چې د بیت المقدس لپاره یې کوي، او څوک چې د بیت المقدس لپاره دعاء کوي یا الله هغوی ته د دنیا او آخرت کامیابي ورکړې) او یوه دعاء به د حضرت نوح علیه السلام را نقل کړم پدې آمید چې لوستونکی به یې هم را سره آمین کړي .

نوح علیه السلام دعاء کوله او الله تعالی یې مونږ ته په سورة نوح کې نقل کړی دی چې حضرت نوح علیه السلام په خپله دعاء کې فرمایل : رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا .

ترجمه : زما ربه ! مه پرېږده په زمکه باندې هېڅ یو له کافرانو هستوګن .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

فلسطين فلسطين په اور کي سوځي مسلمان په خوب ويده دی انسانان دي کا ڼه سوي سترګور ړوند په ديده دی هسک څه اوري پرې بمونه لوی واړه وينو کي لامبي مځکه شوبلو ده نيولې څوک به واوري ژړا ساندي اسمان پټ په تور دودو دی کښته بلې سرې لمبې دي ماشومان پکي سوځيږي دنجات نجات نارې دي دفرعون ، هامان فوځونه په موسی پسي راوتي چي دحق اواز کا غلی دا يوو څو وحشي لاسپوڅي رود نيل به يي لاهو کړي دا ياغي ياغي فوځونه داد حق حقه وعده ده ځای ته نه رسي ظلمونه 2، جنوري ، 2009… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x