ورزش

بي پي ایل: کریس ګیل د شپږیزو باران جوړ کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بنګلدیش په غوره لیګ سیالیو کې د ویسټ انډیز چټک توپ وهونکي کریس ګیل د ۱۴ اسمان څکو شپږیزو په زور په ۵۱ توپونو ۱۲۶ منډې جوړې کړې.

دا د بي پي ایل په روانو سیالیو کې لومړی سلیزه ده، چې په یاد لیګ کې تر دې دمه د یو لوبغاړي لپاره تر ټولو زیاتې منډې دي.

په یاد لیګ کې د ایلمینیټ (eliminate) پړاو شروع شوی، چې په کې د رانګپور رایډرز او کولنا ټایټنس تر منځ لوبه وشوه، کولنا ټایټنس په ۲۰ اورونو کې ۱۶۷ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د کریس ګیل لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۵-۲ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدلو سره پوره کړ، چې مخالف لوبډله یې له سیالۍ بهر کړه.

کریس ګیل د نړۍ د اسمان څک وهونکو شپږیزو په لوبغاړو کې شاملیږي چې تر دې دمه یې په ۵ ورځینۍ، ۱ یو ورځینۍ او ۲۰ اوریزو لوبو کې ۴۵۳ شپږیزې وهلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x