نظــر

پر ملکي وګړو د بمبارۍ وروستۍ پېښې څه پيغام درلود؟

که څه هم په دې وروستيو کې پر ولسي وګړو د بهرنيو ځواکونو د بمباريو کچه راټيټه شوې ده؛ خو د تېرې سې شنبې په شپه (۱۳۹۳ لمريز کال د وري په ۲۶مه) يو ځل بيا په خوست ولايت کې د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې مېرمنې او ماشومان ووژل شول.

د دغو بريدونو تر شا اهداف به کله پوره کېږي؟ امريکا به د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره دا وسيله تر کومه کاروي؟ او آيا د دوی دا ستراتېژي به کله بدلېږي؟ د دغه راز بريدونو خبرونه تکراري شوي؛ خو د دغو بريدونو کيفيت ته په کتو سره، ډېرې پوښتنې بې ځوابه دي.

آيا د زورورو قاتلانو محاکمه شونې ده؟

د بن په کنفرانس کې د انتقالي عدالت او د جنګي مجرمينو د محاکمې نارې وهل کېدې او د جنګي مجرمينو د محاکمې پلانونه طرحه کېدل؛ خو ايا هغه جرمونه چې په تېرو ديارلسو کلونو کې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې وکړل، د محاکمې وړ نه دي؟ دا نړيوال مجرمين به څوک محاکمه کوي؟

هر کله چې بې ګناه ولسي وګړو ته په بمباريو کې مرګ ژوبله اوښتې يوازې په غندلو او په تېروتنه بللو اکتفا شوې. دا بمبارۍ او بريدونه تېروتنه بلل پر خپل ځای يو سپکاوی دی، ولې تېروتنه وبلل شي؟ اصلي موخې دې په ډاګه شي. آيا امريکايي ځواکونه په دې توګه د کابل حکومت ته يوازې دا ورفهموي، چې د هرڅه توان لري او دغو خپلسريو ته يې څوک ځواب نه شي ويلای؟ او که نور اهداف يې هم تر شا پراته دي.
په تېرو شاوخوا دیارلسو کلونو کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو په هر قصدي بريد کې، لسګونه او سلګونه بې ګناه او بې دفاع ولسي افغانان وژل شوي، چې دا چاره له تېرو څو کلونو راهيسې بيا د بې پیلوټه الوتکو له لارې هم دوام کوي.

د دې پوښتنې ځواب له چا سره نشته، چې هغه څوک چې د بشري حقونو د خونديتوب نارې سورې هم وهي، دارنګه زړه بوږنوونکي جنايتونه کوي؛ آيا يوه ورځ به د محاکمې مېز ته کېنول کېږي کنه؟ او څوک به يې د انتقالي عدالت د پلي کولو په نوم او د نړيوالو جنګي مجرمينو په تور محاکمه کوي او کنه؟ يا دا چې د افغانانو وژنه هر چا ته جواز لري او وژل يې جنګي جرم نه بلل کېږي.

هرکله چې ورته جنايت کېږي، دا خو لاڅه چې قاتلين يې محاکمه شي، بلکې په ډېری مواردو کې تشه بښه هم نه غواړي او يوازې يوه تېروتنه وبلل شي. اوس افغانان هم داسې انګېري، بهرنيو ځواکونو ته د افغانانو وژل جواز لري او څوک دا تمه نه لري، چې دا نړيوال زورواکان به يو وخت د دغو جنايتونو په تړاو د ځواب ويلو لپاره د محاکمې مېز ته کېنول کېږي. تر اوسه د هغو بې شمېره جنايتونو له ډلې، ايله د يوه جنايت د عاملينو په نمايندګۍ د رابرټ بېلز په نوم د يوه کس شکلي محاکمه شوې ده، چې د ۲۰ افغانانو د وژلو تور ورپورې و؛ خو يوازې په څو موده بند محکوم شو.

له بلې خوا د دغو جناياتو په تړاو د ځينې سيمه ييزو افغان چارواکو او ځينې افغاني رسنيو غبرګون هم ډېر ځوروونکی دی. هر کله چې دا ډول بريد شوی، سيمه ييزو چارواکو يې په يو ډول د تحريف هڅه کړې ده. کله چې په ۱۳۹۰ کال کې امريکايي ځواکونو د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د شپې له خوا شاوخوا ۲۰ تنه ولسي وګړي په خپلو کورونو کې ووژل او بيا يې اور ورواچاوه، نو په لومړي سر کې د کندهار ولايت چارواکو د پېښې د پټولو لپاره خندوونکې څرګندونې کولې.

د امريکايي ځواکونو د دارنګه کړنو پر وړاندې د ډېری رسنيو چلند هم دې ته ورته دی. د تېر لمريز کال د کب مياشتې په ۱۵مه امريکايي ځواکونو په لوګر کې د ملي اردو پر هغه پوسته بريد وکړ، چې مخکې بهرني ځواکونه پکې مېشت وو او پېنځه تنه افغان سرتېري يې ووژل؛ خو ډېری رسنيو حتی د هغې پېښې خبر هم خپور نه کړ.

دا ځل هم په خوست کې د امريکايي ځواکونو له خوا د استوګنې پر يوه کور د بريد او مرګ ژوبلې خبر د خوست ځايي چارواکو په يو ډول تحريفاوه او ويې ويل، چې د امريکايي ځواکونو په پوځي تمريناتو کې دا مرګ ژوبله اوښتې ده. مګر دا هغه څه دي چې بهرني ځواکونه يې د خپل پلان له مخې ترسره کوي او وخت ناوخت په دا ډول بريدونو سره بېلابېل پيغامونه لېږدوي.

د ملکي وګړو وژنه د امريکا مهمه وسيله

کله چې په جګړه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، نو لامل يې مشخص وي؛ خو د استوګنې پر سيمو او ملکي وګړو له کوم مشخص لامل پرته بمباري او بريدونه بيا نور پيغامونه له ځان سره لري. ظاهراً دا ډول پېښې تېروتنه بلل کېږي؛ خو هېڅ منطق دا نه مني چې پر لسګونو او سلګونو بې وسلې کسانو بیا بیا او له ګڼو اعتراضونو سره سره بمباري وشي او هغه دې تېروتنه وي. په تېرو کلونو کې پر بې ګناه ولسي وګړو د امريکايي ځواکونو د بريدونو دوام څرګنده کړه، چې د امريکا د سياسي غوښتنو د تحميلولو، يوه وسيله هم د ولسي وګړو وژل دي.

کابو درې مياشتې وړاندې کله چې ولسمشر کرزي د امنيتي تړون له لاسليک کولو ډډه وکړه، امريکايي ځواکونو د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو بمباري وکړه او تر شلو زياتو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله. شواهدو وښوده چې هغه بريد په يو ډول د ښاغلي کرزي د دريځ ځواب وبلل شو.

له کومې نېټې چې بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلي دي، د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو له بمبارۍ رانيولې تر نن ورځې پورې د دغو بريدونو کيفيت حيرانوونکی دی او کله ناکله دا هدفي بمبارۍ حتی د افغان ځواکونو پر پوستو هم شوې دي.

په اوسني وخت کې هم د افغانستان شرايط په حساس پړاو کې دي، د نوي ولسمشر په ټاکلو کې د امريکا د ګټو خونديتوب، د راتلونکي ولسمشر له خوا له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک او داسې نور موضوعات، چې په راتلونکي کې به د امريکا د غوښتنو د نه منل کېدلو په صورت کې له دې وسيلې کار اخلي.

د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو يوازې څو ورځې وروسته دارنګه بريد او په دغو حساسو شرايطو کې د امريکايانو له خوا دا ډول کړنې دا پيغام هم له ځان سره لري، چې که په راتلونکي کې په افغانستان کې هر ډول حکومت واکمن وي، د دوی پر اهدافو به هېڅ اغېز ونه لري او په خپلسري ډول به د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ټولو خپلسريو ته دوام ورکوي.

دا چې په تکراري ډول وخت ناوخت دا بريدونه کېږي، د افغانستان د ولسمشر هغې غوښتنې ته د “نه” ځواب وايي، چې بار بار يې د افغانانو پر کورونو د عملياتو د بندولو لپاره کړې او په هېواد کې د سولې او روغې جوړې په لار کې، د امريکا له خوا د رښتيني ګام اوچول غواړي.
له بلې خوا امريکا د ترهګرۍ په نوم افسانې سره غواړي، چې په سيمه کې خپل استعماري پلانونه تضمين کړي او افغانان د خپلو غوښتنو منلو ته اړباسي. د دوی هدف، د زور له لارې د نوي او مډرن ښکېلاک، چې په نوو لارو چارو پلی کېږي، په سيمه کې تطبيقول دي.

د امريکا د وژنو ستراتېژي د بدلون وړ ده؟

د افغانو پر کورونو د امريکايي ځواکونو د عملياتو په تړاو په تېره په وروستيو کلونو کې په پرله پسې ډول ولسمشر کرزي جدي غبرګون ښودلی او هغه يې د افغانستان او امريکا د ټولو دوه اړخيزو موافقو خلاف بللي دي او بالاخره يې همدا شرط د امنيتي تړون د لاسليک په اړه هم امريکا ته کېښود.

د ولسمشر کرزي دغه دريځ تر يوه بريده د دغه راز بريدونو په راکمولو کې اغېزناک و؛ خو د امريکايي لوري له دريځونو تل دا روښانه شوې، چې د افغان وژنې د لړۍ درولو هوډ نه لري.

د امنيتي تړون د لاسليک په اړه د مشورې لپاره رابلل شوې لويې جرګې تر پرانېستې وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما، حامد کرزي ته په رااستولي ليک کې ويلي وو، چې امريکايي ځواکونه به نور د افغانانو پر کورونو عمليات نه کوي؛ خو د اوباما په ليک کې دا قيد هم راغلی و، چې فوق العاده حالتونه به استثنا وي. دا قيد د ملکي وګړو پر کورونو د عملياتو د دوام په معنا و او هرکله به چې دوی د استوګنې پر سيمو بمباري يا عمليات کوي، نو استثنايي حالت به يې بولي.

د دې ترڅنګ کوم متن چې د امنيتي تړون لپاره هم چمتو شوی و، د تړون له لاسليک وروسته امريکايي ځواکونو ته د دغه تړون د دويمې مادې له مخې د عملياتو د دوام اجازه ورکړل شوې وه. همدا اندېښنه مشورتي لويې جرګې ته حامد کرزي په خبرو کې هم راڅرګنده شوه، نوموړي وويل: «امريکايانو په تېره لسيزه کې زموږ د تمې خلاف، د افغانستان د ملت پر ضد فعاليتونه ترسره کړل؛ بې ګناه وګړي يې ووژل، د خلکو کورونو ته ننوتل. زه پر دغو کارونو راضي نه وم؛ خو اوس که د دغه تړون له لاسليک وروسته هم دغسې کارونه  تکرارېږي، معنا به يې دا وي، چې زه هم د هغوی دا کارونه تاييدوم.» دا هغه څه دي، چې په څرګنده دا پيغام لېږدوي، چې که امنيتي تړون لاسليک شي هم، افغانان به د امريکايي ځواکونو له هدفي بمباريو هېڅکله هم خوندي نه وي.

په تېرو کلونو کې د امريکايانو د ژمنو او عمل تر منځ تل توپير موجود و او د هغوی د ځواکونو بريدونو تل دا په ډاګه کړې، چې دوی د افغانستان د خلکو خونديتوب او د افغان چارواکو پرېکړو او غوښتنو ته هېڅ ارزښت هم نه ورکوي.

که امريکايي ځواکونه د دوی پلان ته په کتو سره په افغانستان کې د جګړې بڼه هم بدله کړي او په لويو اډو کې مېشت شي، افغانان به د دوی له دغو هدفي بريدونو کله هم خوندي نه شي او وخت ناوخت به د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره له دې وسيلې کار اخلي. دا خبره روښانه ده، چې تر کومه چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې مېشت وي، په هېڅ صورت هم پر ملکي وګړو د دوی د بريدونو د بندېدلو تمه نه شي کېدای.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x