نظــر

په نړۍ کې د تحولاتو پیلامه…

لیکوال:عبدالعزیز حقمل

دجال او د ده یادونه اسلامي نړۍ لپاره څومره اهمه ده؟ او امت ورته څومره اړتیا لري؟ ضرور ده چې په دې خبره آګاء واوسو، د علماوو انکشافات او تحقیق دا ښه يي چې بیت المقدس سېمې ته د یهودیانو بېرته ستنېدنه دا څرګندوي،چې د مسیح دجال وخت ډیر نيزدې ده.

د پلانونو د عملي کولو پیلامه…

دا د یوې نوې امپراطورئ د تاسیس شروع ده ، دا نړۍ ته دا پیغام ورکوې چې دا نورې امپراطوریانې به ډیرې زر ختمي شي،او هغه لویه امپراطورئ د ننې عصر چی امریکا ده دا به دی نوې امپراطورئ لپاره قرباني کیږي،امریکا ته پروګرامونه یهود ورکوي .

همداسې یهودو د سعودي شیخان هم یاران کړل د نورو ناولدو لپاره به انتظار کوو،ځکه په دې باندې کلونه کلونه کار شوی ده ،د اقصی غوښتنه د عثماني خلافت په وخت کې شوې ده ځکه دا خبره نوې نه ده،د مثال په ډول:

د حامد افغان له وال څخه :-

کال 1896م کې ټیوډر هرټزل هڅې پیل کړې څو عثماني سلطان عبد الحمید قانع کړي چې په یهودو د فلسطین ځمکې پلورلو ته راضي شي او هلته د یهودو د ورتګ اجازه ورکړي، د دې په بدل کې هرټزل عثماني خزانې ته د خورا زیاتو پیسو ورکولو وړاندیز وکړ. خو عبد الحمید په ځواب کې ورته وليكل:

د فلسطین د ځمکي یوه لوېشت هم نه شم خرڅولی، فلسطین زما شخصي ملکیت نه دی دا د عثماني دولت ځمکه ده، موږ دا ځمکه په زور او وینو ترلاسه کړې ده، که څوک یې رانه اخلي په زور او زموږ د وینو په بهولو به یې رانه اخلي، په الله مې قسم که زما بدن ټوټه ټوټه کړئ هم د فلسطین له یوه لوېشت ځمکي به تېر نه شم. خلیل المقداد

د دجال له راتګ څخه د مخه د نړۍ حالات…

عن انس بن مالک قال،قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان امام الدجال سنین خداعة یکذب فیه الصادق ویصدق فیها الکاذب و یؤتمن فیها الخاثن و یخون فیها الآمین ویتکلم الرویبضة من الناس قیل وما الرویبضة ؟قال الفویسق یتکلم فی آمر العامة) /مسند احمد ۱۳۳۲ومسند ابو یعلی ۳۷۱۵.

ژباړه:حضرت انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی ،دی فرمایي :رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:د دجال له راتګ څخه وړاندې به څو کاله د دوکې او فریب کلونه به وي،ریښتیا به دروغ ګڼل کیږي او دروغ به ريښتیا ،خیانت کوونکي ته به امانت دار ویل کيږي او امانت دار به د خیانت کوونکي په نوم یادېږي،په دوی کې به رویبضه خبري کوي.

وپوښتل شو رویبضه څوک دي؟ځواب ورکړل شو ،چې فاسق او فاجر خلک ،هغه خلک چې د خلکو په مهمو معاملاتو کې خبرې کوي.

په دې عصر کې د دې حدیث وړاندوینه په پوره ډول رښتونی ده ،اوسني عصر کې که تش په نامه مهذبه نړۍ چې هر څه ووایي د عقل خاوندان په بله اصطلاح روشنفکران يي ورسره مني، که ووایي چې په ورځ کې خپل مخونه ۲۰۰ پېرې په چپړاقو ووهئ نو ستاسو مخ به ښایسته شي نو هېره دې نوي چې همداسې به وکړي ،د ځوانانو ذهنونه مو تر فیشن او مادیاتو پورې محدود شوي دي ،ځوانانو مو د لیدلوري نظر له لاسه ورکړئ ده .

یهودیان څه شي ته په انتظار دي؟؟…

دا خبره اړینه ده چې د پخوانیو ادیانو لارویان د دجال په اړه په څه عقیده دي، د دوی په اوسني کتابونو کې د دجال په اړه څه ویل شوي دي تر څو دی خبرې ته ورسېږو چې په اوس وخت کې امریکا او نور کافر د یهودو په اشاره څه کوي او راتلونکې پایلې به ېی څه وي او دوی کومې عقیدې ته ژمن دي ،څومره چې د دوی له کتابونو څخه ښکاري هغه دا دي:

یهودیان په دې عقیده دي ،چې دجال به د یهودیانو پاچا وي د دوی په عقیده دجال به ټول یهودیان بیت المقدس ته راغونډوي او په ګرده نړۍ به د دوی واکمني وي،نړۍ به له لوی ګواښ (د یهودیانو له مخالفو ډلو،ځواکونو)څخه پاکه کړي،به نړۍ کې به یهودیانو ته هیڅ ډول ګواښ پاتې نشي.

په نړۍ کې به د دوی واکمني وی تر ډېره حده واقعا دوی واکمن شوی دي هغه ځکه یهودو بانکي سیستمونه جوړ کړل نوره نړۍ په خالصه ورقو (کرنسي ،پیسو)باندې دوکه کوي ،تاسې کولی شئ خپلې د جیب پيسې رواخلی او پکې پیدا به کړئ (د دې سند لرونکي ته وعده ورکوي چې د غوښتني په وخت کې سل… افغانی ورکړي)ایا دا سل…افغانی مونږ ته موفته راکوي؟؟وجه یې څه ده چې دا یی لیکلي دي؟؟ وجه یی دا ده چي له مونږ نه اصلي شی اخیستل شوي دي، یو ځل ووایی چې دا د ورقو لوټ نه چلیږي او ټول بانکي لوټونه ناچله کړي بیا مو څه له لاسه نه کیږي، او د زرو طلاوو بازارونه له دوی سره دي،یهود یو شي نه ډیر ویریږي هغه هم د راکړه ورکړه په زرو ،مشدیو…

د یهودیانو په ایزاخیل نومې کتاب کې لیکل شوي دي:

ای صیهون ځامنو!په خوښئ راځئ !ای د یروشلم ځامنو!د خوشحالۍ نه چغې کړ‏ئ!وګورئ ستاسې پاچا راروان دی ،هغه عادل دی ،هغه په خره یا خچر یا د خره په بچي سپور را روان دی ، د ده واکمنې په پر ځمکه او سمندر دواړو باندې وي. زکریا /۱۰-۹:۹/ .

د اسرایلو ټول قومونه به له ګردې نړۍ څخه راغونډ کړم،زه به دوی ته د قوم بڼه ورکړم او د اسرایلو په سېمه به د دوی واکمني وي./ایزاخیل/۲۲-۲۱.

د بیت المقدس سېمې ته د یهودیانو بېرته ستنېدنه دا څرګندوي،چې د مسیح دجال وخت دی. پخوانئ سناتور مارک هیټ فیلډ.

Farcing gads hand د کتاب لېکواله ګریس هال سیل په خپل کتاب کې لیکي-

زمونږ خدای د قبة الصخراء او د مسجد اقصی په لورې اشاره کړې ،ویلي يې دي: مونږ به درېیم هیکل دلته جوړو، د دوې جوړښت پلان تیار دی،د بیا رغونې سامان راوړل شوی دی،بل ځای کې لیکي هو!دا سمه ده،چې مونږ آخر وخت ته نږدې شوې یو.

د اسلامي امت د کامیابئ راز په څه شي کې ده …

له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي د فتنو پر وخت غوره انسان هغه دی چې د خپل آس زین ،یا یی وفرمایل :چې د خپل آس مهار ونیسي او د الله تعالی دښمنانو پسې شی د الله تعالی دوښمنان وویره وي. المستدرک علی الصحیحین ۴ جلد۵۱۰ صفحه.

هر هغه کس به کامیابه وي چې خپل آس یی همیشه زین کړئ ولاړ وي (د جهاد لپاره به هر وخت تیار وي)او د اسلام دوښمنان به د غم په ټغر کېنوي ،نو راځئ چې د دوی د پلانونو د عملي کولو د مخه د دوی پلانونه خنثی کړو.

په نړۍ کې به لوی جنګونه ډیر زر شروع شي، په مؤمنانو باندې به ژوند ډیر سخت شي،دا دومره پریماني به ختمه او داسې به فکر وکړې چی دا یو خوب ده.

یواځې هغه خلک به په امن کې وي چې د الله تعالی رښتني بندګي کوي ،د الله تعالی لار کې به جهاد في سبیل الله کوي او هغه خلک چې له ښارونو څخه د کلیو طرف ته ووځي او هلته د ځان او خپلې کورنئ لپاره د ژوند بندوبست وکړي ترڅو خپل ایمان وژغوري.

یادونه: په لیکنه کې مې بعضې مواد د (دجال او اوسنۍ اوضاع) کتاب څخه راخيستي او نور زما د شخصي نظر څرګندونې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x