بيت المقدس : د حق او باطل جګړه

م، نجم الرحمن (فضلي)

ليکنه تر پايه ولولی، ځکه په پای کې يې د هغو زخمونو لپاره دارو درمل شته دي کوم چې نن ورځ د بيت المقدس په نيولو جوړ شوي دي.

د حضور  رحمت للعالمين  د مکي ژوند په ختميدو چې کله مدني ژوند پيل (شروع) کيږي نو بې ځايه به نه وي که چيرته د حق او باطل په جنګ باندې يو سرسري نظر واچول شي او د امتونو د بيلا بيلو (مختلفو) وختونو او حالاتو لپاره د کوم سبق حاصلولو کوشش وکړی شي.

دا يو ښکاره (څرګند) حقيقت دی چې کله د باطل د حقيقت ښکاره کولو لپاره کوم رښتونی آواز پورته شوی نو د باطل کوږ زړي لښکر په لومړي سر کې غوښتي چې همدغه آواز په خپل مخرج (ځای) کې خاموش او په ټپه ودروي، د اوسني وخت په اصطلاح کې د يته د (۱۴۴) قانون نفاذ (عملي) کول ويل کيږي، ليکن رښتونی آوز له يوې خومختاره ونې څخه هم په خپل ځان کې دننه وده کوي، له صداقت غوښتونکو زړونو څخه د هغه راپورته کيدل د چينو له پوارو څخه هم تيز دي، د هغه قدم د حصار (بند) په قانون کې نشي محصور (بندي) کيدلی، د دې د له منځه وړو لپاره پخوانی طرز (طريقه) پريږدي او باطل يوه بله لار غوره کوي (بدلوي) او هغه دا چې د هغه منبع او مخرج ناوړه (بيکاره) ثابت کړي، د هغه متعلق ناولي (بيکاره) خيالات خپاره کړي او د بد ګمانيو ميله (بازرا) جوړ کړي، ليکن صداقت په پيل (ابتداء) کې تيز، تند، څپه او د باران د تيزې سيلۍ په شان نه وي، بلکې هغه د لمر سپکې وړانګې دي د کوم چې خپل قوت او حرارت د باطل کمپله به خپل لاس نه ترې ليرې کوي بلکې باطل پټ ديته مجبوروي چې هغه ګرانه (سخته) وګڼي او که چيرته په هغه کې څه احساس وي نو په خپله يې وغورځوي.

د صداقت آواز دغه خاموش طاقت چې کله د باطل په دې فريب سره هم ماتې ونخوري او خپلې ريښې ټينګوي نو د باطل دريم قدم تعذيب او د سزا ورکول دي، د کوم پيل (ابتداء) چې په وهلو او د قانون ماتحت په قيد او بند سره وي، ليکن صداقت دا هر څه يوه لوبه ګڼي او باطل يو بل قدم پورته کوي او اوس هغه د قادر مطلق په شکل (بڼه) کې ځان ښکاره کوي، ځان خود مختار جوړوي او د صداقت د ملګريو (پلويانو) د اوسيدو حقوق له منځه وړي، يو طرفته هغوی د تل (هميشه) لپاره بنديانوي او جلا وطن کوي يې او بل طرفته د هغوی زمکې (جايدادونه) ضبط کوي، د کورنو په تباه او برباد کولو شروع کوي، که چيرته صداقت ښکاره شو نو ګناه ده، ليکن دا ضروري ده چې هغه ډير سخت دی، هغه له ډبرې هم سخت دی، اوسپنه ويلې کيږي خو صداقت د سزا په اور کې، د تکليفونو او مصيبتونو په بټۍ کې نور هم پخيږي، په سوځولو سوځولو سره هغه بې داغه او خيری يې له منځه ولاړ شي، او کله چې د هغه خيری ولاړ شي نو اوس هغه نور هم ځليدونکی شي، هغه د باطل په پيدا شويو ظلمونو پسې په کړس کړس خاندي او په خپله پاکي باندې يقين کوي، د هغه استحکام له پخوا څخه زيات مضبوطيږي، هو ! دا ضرور شته چې د زائدو په له منځه تلو سره خلاصه پاتې کيږي، ښکاره کافور کيږي او مغز بقاء غوره کوي.

اوس نو باطل په غوصه کيږي، د خپل طاقت بيکاره کيدل چې وويني اور پرې بلوي، د هغه قهر لمبه لرونکی اور کيږي، هغه د خبل جبروتي طاقت ښکاره کولو لپاره توره له تيکي را وباسي او د صداقت په سر باندې ګوزار کوي او د هغه د بربادي بيخ وباسي، هغه يوه وينه نه ده سلګونه وينې دي، مګر معصومه وينه تر پښو لاندې کيږي، هغه فکر نکوي چې د دې ناکاره لوبې او پاکې وينې سور داغ د هغه په لمن د تل لپاره باقي پاتې کيږي، هغه وايي : چې هر څه وشي خو ماته خپله بقاء پکار ده، نيک نامي زما لپاره ګټوره نده، مړی که دوزخ ته ځي که جنت ته، زما بقاء په هغه کې ده کوم چې زه ترسره کووم.

ليکن اوس د صداقت په تندي (جبين) هم زور راځي، هغه هم په تيزي سره هره خوا کتل شروع کوي، خو د باطل شعله لرونکي جوش ته په کتو لار بدلوي او بيا د هغه د مقابلې لپاره په بشپړ (پوره) ډول طاقت پيدا کوي، دا د اخيري منزل ابتداء کيږي د کوم ابتداء چې په قتل قتال او جهاد سره کيږي، صداقت د شمير په ابتداء کې ډير کم وي، خو سر ورکوونکي او سر په لاس کې نيوونکي وي، د باطل غورې دربې زياتې وي مګر په حقيقت کې کم وي، اوس د مقابلې په ميدان کې د صداقت ډله د مرګ په غوښتلو سره د جنګ ميدان ته وردانګي، ليکن مرګ د خفه شوي معشوق په څير له دوی څخه مخ اړوي د صداقت له رقيبانو او دښمنانو سره ستړې مشې کوي، او د اهل حق ډله د فراق په مستي کې سلامت واپس بيرته راځي.

د دغه اخيري منزل نتيجه د صداقت ښکاره فتحه وي او د دوي روښانه کاميابي، ليکن په پيل (ابتداء) هغه په مقابله کوونکو باندې جبروتي شعاع (وړانګې) اچوي خو په هغه کې له کاميابيدو وروسته په لوړ (اوچت) آواز اعلان کوي چې باطل د دې لپاره نه دی چې باقي پاتې شي، هغه د ختمولو (له منځه) وړلو لپاره دی، هغه دې ختم کړل شي جاء الحق وزهق الباطل ان الباطل کان زهوقا (سورة بني اسرائيل، آيت : ۸۱) دنيا به په اينده (راتلونکي) کې د هغه شکل او صورت ونه ويني ومايبدئ الباطل ومايعيد (سورة سبا، آيت : ۴۹).

دا وخت به حق په چيغه ووايي چې صداقت دنيا ته د خواريدو لپاره نه دی راغلی، هغه به لوړ وي، د هغه بيرغ به لوړ وي او د هر باطل بيرغ به ځوړند (ښکته) وي الحق يعلو ولايعلی عليه ولاتهنوا ولاتحزنوا وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنين (آل عمران، آيت : ۱۳۹).

اې مسلمانانو ! مه ويريږئ، مه خفه کيږئ تاسو به لوړ ياست شرط دا ده چې رښتوني مسلمانان وه اوسی.

د همدغه مقصد د تکميل لپاره صداقت خپل قدم وړاندې ږدي د عدل او انصاف، د رحم او کرم په پلوشه کې ټولو باطلو قوتونو ته، ټولو ظالمو ځواکونو ته د جنګ اخطار ورکوي همدا ګوزار کوونکی جهاد دی.

هغه دعوه کوي او رښتونې دعوه کوي چې کله د باطل لپاره باطل انسان په زمکه وينه تويوي نو څه وجه (لامل) دی چې صادق بزدلي غوره کوي؟ هغه د باطل وينې د اوبو په شان ولې ونه بهوي ترڅو چې د الله تعالی زمکه د هغه له ګندګيو (مرداريو) پاکه او صفا شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د