افغانستان

هلمند: مارجه کې ۷ امنيتي کسان وژل شوي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي،چې پرون شنبه د هلمند ولايت مارجه ولسوالۍ عصمت بازار سيمه کې د دوی ملګرو پوليسو، ملي اردو او اربکيانو سره سخته نښته وکړه، چې تر ماسپښينه يې دوام وکړ.
خبر کاږي، چې په دغه جګړه کې درې اربکيان، دوه د عامه نظم پوليس او د ملي اردو دوه پوليس وژل شوي دي.
احمدي زياتوي، چې په دغه جګړه کې يو حکومتي ټانک هم له منځه تللی دی.
د کورنيو چارو او دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x