
د ټاکنو خپلواک کمېسیون: راتلونکې ټاکنې په اوړي کې ترسره کېږي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رییس امام محمد وریماچ وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي کال په اوړي کې ترسره شي.
ده ډاډ ورکړ، چې راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۷ د چنګاښ پر ۱۶مه ترسره کېږي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ورته بشپړ چمتو والی لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروسته له هغه د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو ډاډ ورکړ، چې تېره ورځ ځینو پخوانیو جهادي مشرانو ویلي وو، چې حکومت د راتلونکو ټاکنو نیت نه لري او که چېرې ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي نو هېواد روان وضعیت نور هم خرابېږي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رییس وايي، د راتلونکو ټاکنو لپاره یې د روڼ والي، د درغلۍ د مخنیوي او په ټاکنو کې د نوې ټیکنالوجۍ کارول د مهمو لومړیتونو څخه دي او یاد کمېسیون ورته ژمن دی.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د ټاکنو د کمېسیون یو کمېشنبر ګلاجا بدیع ویلي وو، تر راتلونکو ټاکنو پورې د برېښنايي پېژندپاڼو د نه وېش له امله به رايه ورکوونکي د کاغذي تذکرې له مخې ثبت شي.
د ټاکنو کمیسیون: رايه ورکوونکي به د کاغذي تذکرې له مخې ثبت شي
تېره میاشت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی د ملي یووالي حکومت له دندې لرې کړ، چې تراوسه دغه اداره د سرپرست له لوري اداره کېږي.
تېره اوونۍ په کندهار د حکومت پر ضد جوړه شوې غونډه کې هم ګډونوالو د ټاکنو د کمېسیون د ټولو غړیو د ګوښه کولو ویلي وو.
د ټاکنو خپلواک کمېسون د راتلونکو ټاکنو د شفافیت ډاډ داسې مهال ورکړی، چې درې کاله وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او په پایله کې یې د امریکا د بهرنیو چارو د مخکېني وزیر جان کېري په منځګړیتوب اوسنی د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.
تېره میاشت د امریکا د مرستو د څارونکو ادارې سیګار ویلي وو، چې اوسمهال طالبان د هېواد په ۴۰ ولسوالیو واکمن دي.