افغانستان

جوزجان: د داعش له وېرې په دوو ولسوالیو کې ۳زره کورنۍ بې ځایه شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، په دوو ولسوالیو کې د داعش له وېرې ۳زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د جوزجان د ولایت ویاند محمد رضا غفوري وايي، د داعش وسله والو په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې ۵۳بابه ښوونځي هم تړلي دي.

د غفوري په خبره، بې ځایه شوي خلک په بد وضعیت کې دي او بېړنیو مرستو ته اړ دي.

دی زیاتوي، د ژمي په دې ساړه موسم کې بې ځایه شوي خلک ځینې شبرغان ښار ته تللي او ځینو یې د قوش تپې ولسوالۍ یوه کلي ته پناه وړې ده.

په ولسي جرګې کې د جوزجان د خلکو استازې نبیه مصطفی مني، چې په جوزجان کې ۳ زره کورنۍ بې ځایه شوي، ښوونځي یې تړل شوي او بې ځایه شوي خلک په بد وضعیت کې دي.

د دې په خبره، د داعش وسله والو په قوش تپه ولسوالۍ کې ۳ سوه ځوانانو ته نظامي روزنه هم پیل کړې ده.

دې وویل، د داعش اړوند وسله والو د سیمې ځوانان د ټوپک په زور له ښوونځیو، کلیو او کورونو وړي او اوسمهال یې نظامي روزنه پیل شوې ده.

د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمه صدف د ۳زره کورنیو بې ځایه کېدل تایید کړي؛ خو وايي چې د داعش وسله والو هغو ځوانانو ته ۳سوه ډالر ورکوي، چې عمرونه یې له لس کلونو پورته وي.

د صدف په خبره، د جوزجان د بېلابېلو سیمو یې سلګونه ځوانان او ماشومان راټول کړي او د بېلابېلو زده کړو پیل یې ورته کړی دی.

د ولایتي شورا د غړې په خبره، د داعش وسله والو د درزاب ولسوالۍ کانونو ته هم لاره پیدا کړې او په غیر مسلکي ډول یې ځینې کانونه لوټ کړي دي.

د دې په خبره، په جوزجان کې ۱۸قلمه کانونه شته، چې الماس، زمرود، یورانیم، سره زر او تېل یې په درزاب ولسوالۍ کې دي؛ خو د داعش وسله والو پرې چور روان کړی دی.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم د جوزجان په درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې د داعش حضور تاییدوي؛ خو د تل په څېر یې د ځپلو خبره کړې ده.

په جوزجان کې د داعش له وېرې د ۳ زره کورنیو د بې ځایه کېدو نوې څپه داسې مهال راپورته شوې، چې د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې بیا د داعش له وېرې ۵زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د ننګرهار په خوږیاڼیو کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د داعش وسله والو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، چې دولتي ځواکونه د داعش وسله والو ته وسلې او مهمات وړي او پر وړاندې یې اقدام نه کوي.

له وړاندې ځینو کارپوهانو ویلي وو، چې داعش به د ختیځ افغانستان وروسته شمال ته لاره پیدا کوي او ځانونه به د روسیې او چین پولو ته رسوي.

د ملي یووالي حکومت ځینو لوړ پوړو چارواکو په بیا بیا ویلي، چې داعش د امریکا، د افغان دولت او ناټو ګډه پروژه ده او پر مټ یې ځینې موخې ترلاسه کول غواړي.

د تېرې شنبې په ورځ ولسمشر غني یوې غونډې ته ویلي وو، څوک چې حکومت د داعش ملاتړی بولي او بیا يې ثبوت نه کړي، نو ټیکري دې پر سر کړي او شرم دې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

چی دا دری۳ سوہ معاش خلیفہ مفلس ورکوی او کہ دموساد پیرزوینہ دہ

محمد حذیفه

د سی آی ای او موساد د تور نه د برائت سند لا وختی ورته د سی آی ای او موساد نورو جاسوسانو تهیه کړی، وایې کیدای شی دجوزجان د طبیعی منرالونو له کانی سرچینو یې استفاده کړی وی هههههه. پداسې حال کښې چی دا اوس لکه لمر داسې ټولو جوزجانیانو ته روښانه ده چی په جوزجان کښې چی اول وار کومو کسانو داعشی بیرغ اوچت کړ او د فعالیت زمینه سازی یې ورته وکړه نو هغه ددوستم مرتد د پری خاص ملګری و ، په هرصورت اوس دا لکه لمر داسې روښانه ده چی د جوزجان داعشیان ددوستم مرتد… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x