افغانستان

لغمان: ترافیکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، نن غرمه مهال د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۳ تنه وژلي او ۶نور یې ټپیان کړي دي.

د ځواک په خبره، پېښه د قرغیو ولسوالۍ اړوند د زنګورې په سیمه کې شوې ده، چې یو ټوډي موټر له ډاټسن سره جنګلېدلی وو.

دی وايي، ټپیان روغتون ته وړل شوي؛ خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات نه لري.

د هېواد ټولې لویې لارې د مسافرینو لپاره خطرناکې بلل کېږي، چې د موټر چلوونکو د چټک تګ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعت کولو له امله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

د کابل ـ جلال اباد لویه لاره هم د همدغو خطرناکو لارو څخه بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x