افغانستان

شېرزی: د درغليو نتيجه کې راغلی ولسمشر نه منو

نن ټکی اسيا: د ولسمشرۍ کانديد او ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شېرزي ويلي، چې د درغليو په زور راغلی ولسمشر نه منو.
ښاغلي شېرزي پرون د جنوبي زون ولايتونو د قومي مشرانو او مخورو سپین ږيرو ته وينا کې و ويل، چې د درغليو په زور راغلی ولسمشر منل ملي حاکميت ته سپکاوی دی.
شيرزي و ويل، چې ولس د هر رنګه تهديدونو، او ګواښونو سربېره د رايو صندقونو ته ولاړ او خپلې رايې يې وکارولې، ولې اوس ځينې ځانګړې کړۍ يې له رايو او ارمانونو سره لوبې کوي.
شيرزي، چې د کندهار تاج محل هوټل کې د کندهار، نيمروز، اروزګان، زابل، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو څخه راغليو مشرانو سره په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې له بده مرغه د ولس له رايو سره خيانت وشو، په ځانګړې توګه په کندهار کې په دې اړه سخته زياته درغلي شوې ده.
شېرزي زياته کړه، چې د کندهار د خلکو ډېری رايې سوځول شوي، يا تشنابو کې غورځول شوي دي او دی به د دغو ټولو رايو د درناوي په موخه تر خپله وسه دفاع کوي، ځکه دا زموږ د خلکو قانوني حق دی.
شېرزي پر حکومت تور ولګاوه چې، د ټاکنو کميسون د ارګ د پوليسو په څېر کاروي او د ټاکنو کميسون هيڅکله خپلواک ندی.
د غونډې په پای يو پريکړه ليکه صادر شو، چې مهم ټکی يې دا وه، چې د درغليو په زور راغلی ولسمشر به نه مني.
د ټاکنو له کميسيونه څخه غوښتل شوي، چې، کندهار کې دې له سره بيا ټاکنې وشي.
د ټاکنو کميسيون دې پاکې او نا پاکې رايې سره جلا کړي او بيا دې اعلان وکړي. په بل صورت کې به دوی نوی ټاکل شوی ولسمشر نامشروع بوولي او هیڅکله به يې ونه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x