نړۍ

يو کال وړاندې ورک شوي څلور فرانسوي ژورناليستان د ترکيې او شام سرحد سره موندل شوي

عربي رسنۍ وايي، چې شام کې يو کال وړاندې څلور فرانسوي ورک شوي ژورناليستان د ترکيې او شام سرحد سره موندل شوي دي.

خبر زياتوي، چې نامعلومو وسلوالو يو کال وړاندې څلور فرانسويان هر يو، نيکولس هينن، پيري ټوريس، ايډورډ الياس او ډيډير فرينکاس؛ تښتولي وو، پرون يې د شام او ترکيې د سرحد تر منځ پريښي دي.

خبر کاږي، د ترکيې امنيتي ځواکونو، چې څلور کسان وليدل چې، سترګې يې تړل شوې وې، پوليسو ورته د تلسيمۍ امر وکړ، ولې وروسته څرګنده شوه، چې نوموړي کسان فرانسوي ژورناليستان دي.
له پېژندلو وروسته ترکي چارواکو انقره کې د فرانسې سفارت ته وسپارل.
دفرانسې ولسمشر اولاند د دغو ژورناليستانو پر خوشې کيدو خوښي څرګنده کړه او تر څنګ يې د ترکيې د حکومت هم مننه وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x