fbpx
تصویر؛ طالب سرتېري د روزنې پر مهال

که طالبان د سولې لپاره په کابل کې دفتر پرانیزي؟!

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : د تیرې چارشنبې يه ورځ د سولې عالې شوری مشر ښاغلي کریم خلیلي یوځل بیا له طالبانو څخه د سولې په خبرو کې د ګډون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې که هغوی (طالبان) هر ځای وغواړي د سولې خبرې وکړي مونږ چمتو یو ورسره خبرو ته کینو.

ښاغلی خلیلي د سولې عالي شوری د رئیس په توګه په داسې حال کې طالبانو ته د سولې بلنه ورکوي چې د ګډ حکومت حامیانو (امریکایانو ) تر بل هروخت زیات اوس د طالبانو ضد خپل جګړه ییز عملیات تشدید کړي او د لاسختولو لپاره یې نور جنګي پلانونه تر کار لاندې نیولې دي.

همدا راز د سولې له خبرو سره د ښاغلي خلیلي لیوالتیا تر هغه وروسته پیدا کیږي چې کله خپله ده ته د سولې عالي شوری ریاست سپارل کیږي ، کنه نوموړي د ښاغلی کرزي د واکمنۍ پر مهال پوره ۸ کاله د ولسمشر مرستیالې کړې ، هغه مهال یې نه یواځې دا چې له سولې سره لیوالتیا نه لرله ؛ بلکې د سولې د خبرو لپاره یې په قطرکې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره د کرزي د مخالفت تائید کاوه .

همدا وجه ده چې طالبان پوهیږي د سولې په اړه د ښاغلی خلیلي او د ګډ حکومت د هرچارواکي خبرې نه مصداقیت لري او نه هم د امریکايي محاربو ځواکونو د موجودیت په صورت کې عملي صلاحیت.

دا به څرنګه شونې وي چې امریکایان د طالبانو خلاف د ټرمپ جنګي ستراتیژي په خپل ټول وحشت سره پلي کوي ، د هغوۍ خلاف شپنيو عملیاتو کې د ښونځیو معصوم ماشومان شهیدانوي ، د طالبانو ترواک لاندې سیمو باندې د بي ۵۲ او ایف ۲۲ الوتکو خرواریز بمونه غورځوي او د جګړې غزولو لپاره د ناټو پر ځواکونو سربیره د سیمه ییزو هیوادونو اضافي سرتیري افغانستان ته راغواړي خو ښاغلی خلیلی ته دې د دې اجازه ورکړي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي؟

که چیري طالبان د ښاغلي خلیلې په خبره په کابل او یا د هیواد په هره برخه کې سیاسي دفتر پرانیزي نو شاید د هغوی لومړی شرط د امریکايي ځواکونو د ټولو پوځي فعالیتونو درول، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو بي قید او شرطه وتل او د ټولو سیاسي بندیانو آزادول وي.

که ښاغلی خلیلي په خپل مصلحتي مسؤلیت کې د طالبانو د دغو شرائطو د پوره کولو واک لري ، بیا خو کابل څه چې خپله د امریکایانو په اعتراف طالبان په نیمايي افغانستان کې مسلط شتون لري .

او که امریکایان د حکومت د اصلي جوړوونکو او سولې شوری د تمویلوونکو په حیث د طالبانو خلاف نوي جنګي سنګرونه پرانیزي او خلیلي صاحب بیا ورته په هماغو جنګي سنګرونو کې د سولې دعوت ورکوي دا نو د سولې ماموریت نه ، بلکې طالبانو ته هم د خپل ځان د سفاهت او حماقت په آینه کې کتل او د سولې په سپیڅلې مفهوم ملنډې وهل دي چې طالبان به یې کله هم ونه مني.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابودجانه خوستوال
میلمه
ابودجانه خوستوال

د امریکا بربنډ ظالم اشعال خاتمه خپله سوله ده.
د سولی په نوم په عبث خبرو وخت ضایع کول هیڅ فایده نلری، سوله چی د جنګ نشتوالی په معنا ده د اشعال خاتمه پخپله سوله راولی جنګ اشعالګرو امریکیانو شروع کړیدی او د دوی په ویستلو او شړلو به ختمیږی.
خلیلیان خپله د امریکا نوکران دی او د څو ډالرو او تنخوا په خاطر د امریکا له خوا ورکړی شوی خبری کوی.

pattang
میلمه
pattang

خوستواله سمه خبره کوې حقیقت د لیکلی دی !

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

طالیان دافغانستان په هره سیمه کی ادرس او دفتر لری خلیلی او نورو غلامانو ته صرورت نشته دی چه دطالبانو لپاره ادرس سنبال کی طالبان د دهر افغان به کوګل کی زای لری طالبان په هره سیمه او هر زای کی په اسانی سره ګرزیدلی شی زکه خلګ ورسره دی خلیلی ګوداکی دی