نظــر

کاکا! بیت المقدس چیشی ده؟

د عثمان کیسه

لیکوال: سعید احمدي

سهار مهال عثمان له خپل کاکا سره په څنګ کې ناست و او په تنکۍ ژبه به يې ځینې پوښتنې کولې او هغه به ورته جوابولې.

د عثمان پلارجان صلیبي امریکایانو په یوه چاپه کې د ترهګرو په نوم له خپل ورور سره یو ځای شهید کړی و، او تر شا یې څلور ځامن او یوه لور ترې پاتې وو، چې ساتنه او روزنه یې بل ورور ته پاتې وه، په دوی کې دا عثمان هوښیار او ځیرک هلک و چې خپل کاکا به یې هر وخت په پوښتنو کې راګیر کړی و. چې کله به هم د شهید یتیمانو بچیانو کې عثمان د خپل پلار په باره کې پوښتنه وکړه چې دادا مې چا پټ کړی ده؟ کاکا به یې ورته ویل چې هغه امریکایانو تښتولی ده.

د چهارشنبې سهار و، د عثمان کاکا له چای چکلو نه وروسته د خپل عادت سره سم رادیو چالانه کړه، د خبرونو د سر ټکی بیت المقدس و چې ویل یې: بیګا شپه د امریکا ولسمشر (ټرمپ) بیت المقدس (یروشلم) د اسرائیلو لپاره د مرکز یا پایتخت په توګه رسماً اعلان کړ، او امر یې صادر کړ چې د امریکا د خارجه وزارت سفارت به سمدستي القدس ته انتقالوي…

د همدې موضوع په تعقیب رادیو کې ډېر خبرې وشوې او د بیت المقدس نوم تکراراً د له رادیو نه راوته او د عثمان تر غوږونو رسېده، عثمان چې په طبیعت کې ډېر ادب ناک هم و، خپل کاکا ته کتل خو څه یې نه ویل.
کله چې یې کاکا د چای پیاله تشه کړه او د رادیو نه لږ په څنګ شو، سمدستي عثمان خپله پوښتنه ورغبرګه کړه چې کاکا دا بیت المکدس چیشي ته وايي؟
کاکا یې قرانکریم ته لاس ور اوږد کړ د یوې شیبې تلاوت لپاره یې راواخیست خو د عثمان پوښتنې سره یې سوړ اسویلی وکېښ او قرآنکریم یې ترڅنګ ونیوه، عثمان ته یې مخ ور واړاوه، عثمان جانه! بیت المقدس زمونږ د مسلمانانو اوله قبله ده، یانې مونږ اول لمونځونه د کعبې شریفې پر ځای اقصی مسجد ته کول، ډېر پاک ځای ده.

عثمان جانه! چې څوک د لمانځه کولو لپاره ورشي له ګناهونو نه داسې پاکیږي لکه نوی ماشوم چې له ادې نه پیدا شي.

ــ ښه کاکا دا اوس رادیو کې یې څه ویل؟
ــ ویل یې چې بیت المقدس یې یهودو کافرانو ته ورکړ امریکایانو.
عثمان ورغبرګه کړه، هغه امریکایانو چې د ما پلارجان یې رانه تښتولی ده؟ هو ځویه. د مونږ دغه پاک جای یې رانه نیولی ده او په هغه اقصی جومات کې خلک لمانځه کولو ته هم نه پریږدي او د هغه جای مسلمانان هم شهیدانوي او تښتوي یې.
عثمان تر زنې لاندې لاس کېښود… تا به ویل چې د زمانې د ټولو حوادثو نه خبر ده او په اړه یې سوچ کوي.

عثمان بیا پوښتنه راجوړه کړه او په خوږه ژبه یې وویل چې ولې مسلمانانو بیت المقدس ورته پریښود، خو الته به یې جنګ ورسره کړی و، وی ریښتیا کاکا هغه د ما توپک نه ور وړم؟ د عثمان لپاره یې کاکا د لرګیو نه توپک جوړ کړی و.

د کاکا په شونډو یې نرۍ موسکا خوره شوه او د عثمان پر سر یې لاس راکش کړ چې ځویه د تا ټوپک باندې کار نه کیږي، هلته ټانګونه چلیږي.

عثمان جانه! بیت المقدس په ټولو مسلمانانو حق لري ان شاءالله وبه یې ګټي، دا دلته چې د تا ماما ځوی شمس الحق له امریکایانو سره جهاد کوي د همدې لپاره یې کوي چې اول افغانستان ازاد کړي بیا بیت المقدس ته ورځي او هلته هم امریکایان مرداروي، او بیت المقدس نه یې شړي.

عثمان سر وښوراوه او ودرېده، کاکا ته یې وویل چې زه سبق ته ځم جومات ته، او هلته مې ملګرو ته هم وایم چې راغټ شو بیا بیت المقدس ته ماما ځوی سره ځو. هلته به لمونځونه وکړو…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x