افغانستان

واشنګټن پوسټ: کيدای شي ولسمشريزې ټاکنې دوهم پړاوته لاړې شي

مشهورې امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ليکلي، چې د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو کې ډېرو کانديدانو خپله ماته منلې، ولې عملا کوښښ کوي، چې واک کې و اوسي.
واشنګټن پوسټ زياتوي، چې، د اټکل له مخې کيدای شي، د دو مخکښو نوماندانو ډاکتر اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ ټاکنې دوهم پړاو ته وغزيږي او پاتې شپږ کانديدان به شايد د دې دواړو تر منځ د يو کانديد ملاتړ وکړي او دواړو مخکښو کانديدانو په دې اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړي او هر يو يې کوښښ کوي، چې د پاتې شپږو کانديدانو ملاتړ راخپل کړي.
واشنګټن پوسټ زياتوي، چې کيدای شي د ټاکنو دوهم پړاو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته پیل شي، تر څو د ډاکتر غني او عبدالله تر منځ ټاکنيزې سيالۍ تر سره شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x