fbpx

حاجي فرید: اسلامي نړۍ دې له «تروریستي» امریکا سره خپلې اړیکې پرې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د ولسي جرګې پخوانی غړی او د بهرنیو اډو پر ضد  د ملي یووالي جبهې غړی حاجي احمد فرید د ټرمپ د تازه پرېکړې له امله چې بیت المقدس یې د اسراییلو پلازمېنه ټاکلې، د ځینو اسلامي هېوادونو چوپتیا د اندېښنې وړ بللې ده.

ښاغلی فرید وايي، بیت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله او د انبیاو علهیم السلام ټاټوبی دی؛ خو د یهودانو پلازمېنه اعلانېږي .

ده پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي« نن بیت المقدس د یوه ذلیل، وحشي، ملعون او تروریست یهودي ذمه وار«ټرمپ» له خوا د پلید قوم«اسراییلو» د پلازمېنې په عنوان په رسمیت پېژندل کېږي. موږ د امریکا دغه کرغېړن عمل په ټول عالم اسلام او اسلامۍ نړۍ ښکاره او بې شرمانه تېری بولو»

ده د مسلمانو هېوادونو حکمرانان هم ګرم بللي، چې د امریکا په انحصار کې دي او حتی ځان هم نه شي ښورولی، چې له خولې غږ پورته کړي.

د فرید په خبره، یوازې د امت ځوانان لارو ـ کوڅو ته راوځي او لاریونونه کوي، چې له دې اخوا یې نور څه وس کې نه‌شته.

ښاغلي فرید د اسلامي هېوادونو له واکمنانو غوښتي، چې د عامو وګړیو په نسبت د دوی سیاسي او نظامي قدرت ډېر دی؛ خو د غلامۍ حلقو ته یې سرونه ټیټ کړي او امریکا دوی ته خپل ضمیر او وجدان هم سپارلی دی.« دوی کې که یوه ذره ایمان هم موجودوي؛ باید سم له لاسه له تروریستي امریکا سره خپلې ټولې سیاسي او ډيپلوماتیکي اړیکې پرې کړي»

د ده په خبره، که چېرې اسلامي هېوادونه ورته اقدام وکړي؛ نو امریکا به د یوه رټل شوي هېواد په عنوان په ټوله نړۍ کې له انزوا سره مخ شي.

د ښاغلي فرید په خبره، خو د اسلامي هېوادونو واکمنان د خپل واک د پایښت لپاره هر ذلت ته تسلیم شوي او د امریکا پر وړاندې غبرګون نه ښيي.« دوی (د اسلامي هېوادونو واکمنان) به د قیامت په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې همدارنګه شرمنده او ذلیل ولاړ وي.»

ښاغلي فرید د امریکا د ولسمشر نوې پرېکړه د امریکا د ماتې پیل بللی او د قدس د شهیدانو د وینې د رنګ راوړلو یې ویلي دي.

د تېرې جمعې په شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه اعلان کړه، چې د اعلان وروسته یې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو توند غبرګونونه راوپارول.
تېره ورځ د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو د امریکا او اسراییلو پر ضد لاریونونه وشول او د امریکا تازه پرېکړه یې وغندله.

د ملي یووالي حکومت هم د امریکايي ولسمشر تازه پرېکړه غندلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د